د دویچه ویله د انځورو سیالي
۱۳۹۲ فروردین ۸, پنجشنبهد انځورونو سږنۍ سیالۍ چې KLICK! نومیږي، «د باثباته اقتصاد په اړه ستاسو نظر» تر عنوان لاندې په لاره اچول کیږي. د انځورونو د استولو له پاره وروستۍ نیټه د اپریل د میاشتې لسمه نیټه ټاکل شوې ده. تر هغه وروسته به انځورونو ته د انترنت له لارې رایې ورکړل شي. دغه رای اچونه به د اپریل په ۱۷ نیټه پیل شي. د دغې سیالۍ درې تنه گټونکي به د دویچه ویله د رسنیو د نړیوالې غونډې د گډونوالو له خوا وټاکل شي.
د لومړۍ جایزې گټونکي ته یو iPod Nano (8 GB) جایزه ورکول کوي. د دویمې جایزې گټونکي ته یو iPod-Shuffle (2 GB) او د دریمې جایزې گټونکې ته یو USB حافظه جایزه ورکول کیږي.
هغه کسان چې په دغه سیالۍ کې ګډون کول غواړي کولای شي چې خپل انځورونه http://www.dw-gmf.de/klick ویپاڼې او یا هم د klick@dw.de ایمل ادرس ته راواستوي. دویچه ویله به ټول هغه انځورونه چې ورته رسیدلي دي په یوه انځوریز البوم او یوې ګرافیکي نقشې کې خپاره کړي. د KLICK! سیالۍ ته ځانګړې شوې پاڼه دلته ووینئ: http://www.dw-gmf.de/klick