1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله سيالي

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه

په دې سيالۍ کي هر څوک برخه اخيستلای سي او زموږ د فيس بوک په پاڼه کي خپل نظر ورکولای سي.

https://p.dw.com/p/15M6G
انځور: DW

گرانو دوستانو دويچه ويله پښتو ويب پاڼه نن بيا د فوټبال د اروپايي اتلولۍ د سياليو د پايلوبي په خاطر چي د هسپانيې او ايتاليا لوبډلو تر منځ ده يوه سيالي پيل وي، او گټونکي ته ئې جايزه ورکوي.

هر هغه چا چي د نن ورځي د لوبي د گولونو په اړه دقيقه وړاند وينه وکړه، يعنی هر چا چي دقيق وويل، چي کومه لوبډله به څومره گولونه ووهي د دويچه ويله د پښتو ويب پاڼي له خوا جايزه ورکول کيږي. د جايزې گټونکی تر لوبي يوه ورځ وروسته اعلانيږي.د نن ورځي سيالي د اروپا پر وخت 20:45 دقيقې (د کابل پر وخت 23:15) په ژوندۍ بڼه خپريږي.

په تيره سيالۍ کي چي د المان او ايتاليا تر منځ وه، د محمد شافي او د عمر واحيديار په نومونو ورڼو د گول وهلو دقيقه وړاند وينه کړې وه. له دغو ورڼو څخه هيله کيږي، چي د دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته خپلي پتي را ولېږي تر څو خپلي گټلي جايزې ور ولېږل سي.

بلې گرانو دوستانو د نن ورځي سيالي سر له اوسه پيليږي. خپل نظر ورکړئ. بختور اوسئ.