1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله د ويبلاگونو د سيالۍ گټونکي اعلان سول

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د دویچه ویله د ویبلاگونو د نړیوالو سیالیو اتم پړاو (The BOBs) په ۱۷ موضوعگانو کي د غوره ویبلاگونو، ویب پاڼو او ویډیولاگونو په ټاکلو سره پای ته ورسید.

https://p.dw.com/p/14oEc
انځور: privat

په دغو سیالیو کي ۳۲۰۰ ویبلاگونو، ویب پاڼو او ویډیولاگونو برخه اخیستې وه. دغه سیالۍ په فارسي، الماني، انگلیسي، فرانسوي، چینايي، روسي، هسپانوي، عربي، پرتگالي، بنگلیدیشي او اندونیزیایي ژبو تر سره شوه.

تر لومړیو ارزونو وروسته ۱۸۷ ویب لاگونه د سیالیو دوهم پړاو ته ووتل. د سیالیو گټونکي د انترنتي رایو او د حکم هیئت د پریکړي پر اساس وټاکل شول. د انترنيت له لاري رای اچوني د روان کال د اپریل د میاشتي له دوهمي نېټې څخه پیل شوې او د می د میاشتي تر دوهمي نېټې ئې دوام وکړ.

حکم هیئت

د دې سیالیو نړیوال حکم هیئت د اپریل د میاشتي پر دیرشمه نېټه برلین ته ورسید. دغه هیئت له ویبلاک لیکونکو، د رسنیو له کارپوهانو او له ژورنالیستان څخه جوړ وو. د حکم هيئت غړو پرغربي رسنیو ږغ وکړ چي د دوی د هیوادونو له رسنیو سره مرسته وکړي. د هغوی په اند که غربي رسنې د ایران او روسیې په شان هیوادونو له ویبلاگونو سره مرسته وکړي نو د دغه ویبلاگونه به وکولای شي چي په راتلونکې کي لا ښه کار وکړي.

BOBs-Jury-Sitzung in Berlin
انځور: DW/Tobias Kleinod

حکم هیئت د می د میاشتي پر لومړۍ نیټه په برلین کي د دویچه ویله په تلویزیون کي د غوره ویبلاگونو د ټاکلو له پاره غونډه وکړه. د دغه هیئت مشري مېرمن اوته شفر چي د دویچه ویله د خپرونو سر لیکواله ده، پر غاړه درلودله. په دغه غونډه کي د اووه اصلي موضوعگانو گټونکي وټاکل شول چې په سیالیو کي شاملو ټولو ژبو پکښي نوماندان درلودل.

حکم هیئت د «زده کړي، تعلیم او تربیې» په برخه کي د «فاسوکان» په نوم یو ویبلاگ چي د مالي له هیواد څخه ورباندي کار کیږي د تر ټولو ښه ویبلاگ په توگه غوره کړ. د ټولنیزو ستونزو د انعکاسولو له پاره د تکنالوژۍ د ښه کارولو په برخه کي د تر ټولو ښه ویبلاگ په توگه «د بیري نقشه» په نوم ویبلاگ غوره شو.

BOBs-Jury-Sitzung in Berlin
انځور: DW/Tobias Kleinod

د تر ټولو ښه ویدیو بلاگ په توگه د چین له هیواد څخه د «کوانگ، کوانگ، کوانگ» په نوم یو ویبلاگ د حکم هيئت پام ځانه ته راواړاوه، او هغه ئې غوره کړ. همداراز په نورو برخو کې د سوریې او بنگلدیش له هیوادونو څخه هم یو شمېر ویبلاگونو جایزې تر لاسه کړې.

په دې سیالیو کي تر ټولو ښه ویبلاگ هم وټاکل شو. په دې برخه کي د «پنجره التهاب» په نوم ویبلاگ جایزه تر لاسه کړه. دا ویبلاگ له ایران څخه د ارش سیگارچي له خوا پر مخ وړل کيږي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل