1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله د بيان آزادۍ جايزه بدوي ته ورکړه شوه

سوين پيوهله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۳, چهارشنبه

د دویچه ویله د رسنیو په نړیواله غونډه کې د انلائن فعالیتونو په برخه کې جایزې ورکړل شوې. ډیری فعالان د خپلو ژمنو له پاره ډیر لوړ بيه ادا کوي. له دې ډلې څخه رائف بدوي په ځانگړي ډول ونازول شو.

https://p.dw.com/p/1Fmo7
انځور: DW/M. Magunia

د «انلائن» عمومي مشر یواخیم ویگنر، د سعودي عربستان وبلاگ لیکونکي رائف بدوي ته د«بیان د آزادۍ له پاره د دویچه ویله» د لومړۍ جایزي ورکولو پر مهال خپلي خبرې په دې ټکو پیل کړې:« دا تر ټولو مهمه جایزه ده چې تر اوسه پوري یې دویچه ویله د(Bobs) پروگرام د سیالیو له پاره ورکوي.» ویگنر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «مطمئناً دا تر اوسه پوری د جایزې د ورکړی تر ټولو غم ناکه صحنه هم ده، ځکه چې رایف بدوي زموږ سره نشته.»

د «سعودي لیبرالانو» ويبسایت بنسټ ایښودونکی رائف بدوي له درو کلونو راهیسي په خپل هیواد کې بندي دی. بدوي په دې تورن دی چې اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندي کړي دي او د لیبرالیزم اندېښنه یې خپره کړې ده.

بدوي په لس کاله بند، ۱۰۰۰ دورې، لوړي مالي جریمې، او لس کاله له هیواد څخه د باندي پر سفر کولو بندیز محکوم شوی دی. بدوي چې د خپلې کورنۍ سرپرست او روغتیایې وضعه یې ډیره خبرابه شوې ده د سعودي چارواکو د پریکړي پر اساس ۱۷ کاله نه شي کولای له خپلي ښځي او ماشومانو سره وویني.

رائف بدوي مه هیروئ!

د رائف بدوي میرمن انصاف حیدر ونه توانیدله چې د خپل میړه جائزې لاسه کولو له پاره د آلمان بن ښار ته راشي. د تیرو دریو میاشتو په موده کې پر هغې او درو اولادونو یې فشار ډیر شوی دی. دوی په ۲۰۱۳ کال کې کاناډا ته مهاجر شول او هلته د سیاسي کډوال په توگه ومنل شول. د هري ورځي په تیریدو سره د بدوي په هکله د دوی اندېښنه هم زیاتیږي او د هغه د مرستې او ملاتړ له پاره مبارزه کوي.

دغې ۳۶ کلني مېر منې د دې د میړه په نامه د ورکړل شوې جائزې له امله د یو ویډوي پیغام له لاري مننه وکړه. هغې وویل: «دا د ټولو هغو کسانو له پاره یوه لویه ورځ ده چې د بیان د آزادۍ له پاره مبارزه کوي.» انصاف حیدري زیاته کړه: «دغه جائزه د دې ښکارندوی ده چې بدوي او د هغه عادلانه نظر به یوازي نه پریښوول کیږي.»

هغې په عین وخت کې له نړیوالي ټولني وغوښتل چې «لطفاً بدوي یوازي مه پریږدئ. د هغه برخلیک او ماشومان ستاسي په لاسو کې دي.»

شاهانه ترحم ته امیدواري

ویگنر، د جایزي د ورکړي پر مهال وویل: «بدوي او کورنۍ یې بې له شخصي گټي هڅه کړې چې د بیان د آزادۍ له حق څخه دفاع او ملاتړ وکړي. بدوی د ستاینې وړ دی، نه یوازي د دې له پاره چې د بیان له آزادۍ څخه یې دفاع کړې، بلکي د هغه د سکولاریزم له امله. هغه بايد موږ ټولو ته سرمشق وي.»

ویگنر زیاته کړه: «تر دې وروسته چې د سعودي عربستان ستري محکمې د بدوي سزا تائید کړه، اوس نو يوازي د سعودي عربستان د پاچا سلمان عبدالعزيز له خوا هغه ته بخښنه له ده سره مرسته کولای شي.» ويگنر د بدوی د سزا بخښلو په هیله خپلي خبري پای ته ورسولې.