د دويچه ويله خپروني قصداً اخلال کيږي
۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سهشنبهدغه زيګنالونه قصداً له خنډونو سره مخامخ سوي دي، يعني هغوی د پرديو زيګنالونو په واسطه مختل سوي دي. دا چي دا پردي زيګنالونه له کومه سوي، دقيق معلومات تراوسه ترلاسه سوي نه دي. خو اټکل کيږي.
پخوا د داسي اخلال کونکو زيګنالونه سر چينه ايران ؤ، څرنګه چي وروستي ځل د فبرورۍ په مياشت کي تشخيص سول.
دغو اخلال کونکو زيګنالونو په اروپا، منځني ختيځ سيمو او د آسيا په ځينو برخو کي د دويچه ويله د اروپا د تلويزيون (DW-TV Europa)، عربي تلويزيون(DW-TV Arbia) خپروني او دغه راز د اف ام څپي (UKW)او لنډي څپي(KW) اغيزمني کړي دي.
دغه راز د دويچه ويله انترنتي خپروني هم له دغه اخلال سره مخامخ سوي دي. دا چي له Hotbird 8 څخه د DW-WORLD.DE له لاري د ژونديو خپرونو د وړاندي کونکي دستګاه ته د زيګنالونو د ليږدولو لپاره کار اخيستل کيږي، په دې برخه کي هم ځيني اخلال رامنځ ته سوی دی.
خو ددې ستونزي سره سره د دې لپاره چي د دويچه ويله د ټولو خپرونو بهير خوندي وساتل سي، د خپرونو تخنيکي ادارې په اقدام لاس پوري کړ.
دغي ادارې د انترنتي او سټلايټ خپرونو لپاره بديل دستګاوي کرايه کړي دي. په دي اړه د دويچله ويله همکارو نشراتي دستګاو ته چي د دويچه ويله خپروني ترلاسه کوي، خبر ورکړل سوی دی.
د دويچه ويله د خپرونو عمومي آمر Mark Kock