1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو وزيرانو په وړاندې د سلب اعتماد پرېکړه

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

له ايرانه د شړل شويو افغاني کډوالو په سر لانجه په پارلمان کې پرون پيل شوې وه. د ولسي جرگې نيوکې په تېره بيا په دوو وزيرانو څرخېدې. يو د بهرنيو چارو وزير ښاغلی رنگين دادفر سپنتا او بل د کډوالو د چارو وزير ښاغلی اکبر اکبر دی.

https://p.dw.com/p/DK9t
د افغانستان د بهرنيو چارو پر وزير باندې نيوکې زياتې شوي دي
د افغانستان د بهرنيو چارو پر وزير باندې نيوکې زياتې شوي ديانځور: AP
ويل کېږي چې دغو دواړو وزيرانو له ايران څخه د افغاني کډوالو د ايستلو په وخت کې کمزوری دريځ غوره کړی و. داسې ښايي چې د ښاغلي سپنتا د راتلونکي برخليک په اړه د ناتاييد شويو رپوټونو له مخې رايې اچولې شوي وي. په دغې رايگيرۍ کې د ولسي جرگې له 249 غړيو څخه 195 تنه حاضر ول. له هغو څخه 124 تنو د برطرفۍ رايې ورکړې. خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې 126 منفي رايې بايد ورکړل شوې وای، تر څو ښاغلی سپنتا برطرفه شي.