1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو مخکښو کاندیدانو نوي صف بندۍ

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ خرداد ۵, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د انتخاباتي مبارزو په پنځمه ورځ، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی له نوي ترکیبونو سره راڅرگند شول. محمود کرزی له ډاکټر عبدالله او احمد ضیا مسعود له اشرف غني سره یو ځای شول.

https://p.dw.com/p/1C71v
انځور: Imago/Xinhua

د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د دوشنبې په ورځ د ډاکټر عبدالله له تیم سره یو ځای شوی. محمود کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې اقتصادي طرحې یې د ډاکټر عبدالله له خوا منل شوي دي او له همدې کبله د «اصلاحات او همگرایي» له تیم سره یو ځای شوی دی.

د ډاکټر عبدالله له تیم سره د محمود کرزي، د یو ځای کېدو په تړاو یوه غونډه جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې محمود کرزي وویل: «حکومت باید د پانگوني او سوداگرۍ په برخه کې هیڅکله او په هیڅ صورت له خصوصي سکتور سره مقابله ونه کړي. د حکومت دنده دا ده چې د خصوصي سکتور له پاره د آسانیتاوو او تشویقولو پروگرامونه به پيل کړي. د ډاکټر عبدالله تیم د دغو پروگرامونو د تطبیق په برخه کې ژمنه کړې ده.»

محمود کرزي د ټاکنو په لومړي پړواو کې د زلمي رسول ملاتړ کړی وو. څېړونکي وایي چې محمود کرزي په افغانستان کې ډیره پانگونه کړې ده او په راتلونکي حکومت کې د خپلې پانگوني د خوندي ساتني په برخه کې اندیښمن دی.

خو ښاغلي عبدالله وویل چې د پروگرامونو پر اساس یې له محمود کرزي سره توافق کړی چې پکښې د خلکو گټه رانغښتې ده: «د هغو پروگرامونو پر اساس چې هم نظره یو، هغه د خلکو له پاره گټور بولو او له دې کبله له یو بل سره راټول شو. د اصلاحات او همگراۍ له تیم سره د یو ځای کیدو له کبله له ښاغلي کرزي صاحب څخه مننه کوم.»

اشرف غني احمدزي هم د دوشنبې په ورځ د خپلو پلویانو په مخکي وویل چې پر خپلو ژمنو وفا کوي او هر وزیر چې پخپله دندې عمل و نه کړ، کولای نشي د ده په کابینه کې ځای ولري. ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې وویل چې د ټولو زندانیانو دوسیې څېړي، او بې گناه بندیان به له هغو بندیان بیل کړي چې مجرمان دي.

له بلي خوا د احمد شاه مسعود ورور، احمد ضیا مسعود، د اشرف غني احمدزي له تیم سره یو ځای شو. اشرف غني احمدزي په ټاکنو کې د بریا په صورت کې د ضیا مسعود له پاره یو اجرائیوي پوست په پام کې نیولی دی.

لفظي بریدونه

د ټاکنیزي مبارزې په دویم پړاو کې دواړه کانديدان د فرصت په صورت کې پر یو بل نیوکي کوي. ډاکټر اشرف غني احمدزی وایي داسي هڅي کيږي چې په ټاکنو کې له زور او وسله والو کسانو څخه په استفادې سره د یوه نوماند په گټه درغلۍ وشي. خو ډاکټر عبدالله دغه ادعا ردوي او وایي چې په دې اړه یې د تیم له خوا کوم اقدام نه دی تر سره شوی.

اشرف غني احمدزي په خپلو څرگندونو کې وړاندي ویلي دي چې د خپل حریف تیم په نسبت بشپړ پروگرامونه لري: «له یوه اړخه د دې هیواد د عزت او د افغانانو په منځ کې د مساوات له پاره، او د فقر او بې روزگارۍ، جگړې او بربادۍ د له منځه وړلو له پاره پروگرامونه دي او له بل اړخه شپې پاڼي او تهمتونه.»

خو ډاکټر عبدالله ویلي دي چې ځیني کسان نا آرامه دي او دغه نا آرامي د افغانستان په گټه نه ده: «که موږ په داسې ځای کې قرار ولرو چې خپل خلک پریشانه کړو او نارې سورې ووهو، څه مو په لاس راځي؟ موږ په داسې ځای کې قرار نه لرو چې خپل خلک انديښمن کړو. خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې انشاالله د هیواد د ملي گټو په لاره کې به سالمې انتخاباتي مبارزې کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دواړو مخکښو کانديدانو ته خبرداری ورکړی دی چې یوازي د خپلو پلانونه د وړاندي کولو له پاره انتخاباتي مبارزه وکړي او نفاق اچوونکو مسایلو ته لمن نه ووهي.