1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د فرهنګ وزیر استعفأ وکړه

۱۳۹۱ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د مصر د حکومت د دوو تنو مخالفینو تر وژل کیدو او له یو بل سړي سره د پولیسو تر ناوړه چلند وروسته، د دغه هیواد د فرهنګ وزیر له خپلې دندې استعفأ کړې ده. په مصر کې د حکومت پر ضد سختې مظاهرې روانې دي.

https://p.dw.com/p/17YCF
انځور: picture-alliance/dpa

د مصر د ولسمشر محمد مرسي، دفتر ویلي دي چې هغه د ۲۸ کلن محمد الجندي، د مړینې په اړه د پلټنو امر ورکړی دی. ویل کیږي چې الجندي، د دوشنبې په ورځ د ربړونې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه ګوند ویاند چې الجندې ورسره تړاو لري ویلي دي چې هغه د وروستي ځل له پاره اته ورځې مخکې د تحریر په میدان کې لیدل شوی وو. ډاکټرانو ویلي دي چې الجندي، د دوشنبې په ورځ په یوه روغتون کې ومړ. د هغوی په حواله د مصر د دولت دغه مخالف تر دې څلور ورځې مخکې د کوما په حال کې روغتون ته راوړل شوی وو.

په همدې حال کې د مصر د حکومت یو بل ۲۰ کلن فعال چې عمر سعد نومیده، هم د دوشنبې په ورځ ومړ. د دغه وګړي ګوند ویلي دي چې هغه د جمعې په ورځ د مصر د ولسمشر د دفتر مخې ته له پولیسو سره تر نښتو وروسته ټپي شو چې د همدغو ټپونو له کبله یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

د مصر د حکومت مخالف او د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان پخواني مشر محمد البرادعي، په یوه کتبي پیغام کې ویلي دي چې دواړو ځوانانو خپل ژوندونه د ربړونې په پایله کې له لاسه ورکړي دی. هغه په خپل پیغام کې زیاته کړې ده: «رژیم په دې خبره نه پوهیږي چې قهر او ربړونه، قهر او ربړونه رامنځ ته کوي. دا حتمي خبره ده چې بیرحمي بیرته خپل عامل ته ورګرځي.»

د پولیسو سیستماتیک ناوړه چلند

د «وګړو د حقوقو له پاره مصري ابتکار» په نوم سازمان د دوشنبې په ورځ د مصر پر پولیسو باندې تور ولګاوه چې په سیستماتیک ډول له ربړونې څخه کار اخلي. دغه سازمان زیاته کړې ده چې د مصر د پولیسو ربړونې په ځینو مواردو کې د زندانیانو د مړینې باعث کیږي.

په داسې حال کې چې په سلهاو تنه د دغو دوو تنو د جنازې له پاره د تحریر میدان ته تللي دي، د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د وروستیو مظاهرو په پایله کې ۳۶۹ تنه پولیس ټپیان شوي دي. په مصر کې د دغه هیواد د پاڅون د دویمې کلیزې د لمانځلو پر مهال مظاهرې پیل شوې.

د مصر د فرهنګ وزیر استعفأ وکړه

د مصر رسمي خبري آژانس ویلي دي چې د دغه هیواد د فرهنګ وزیر صابر عرب، له خپلې دندې استعفأ کړې ده. ویل شوي دي چې ښاغلي عرب د یوې بلې پېښې له کبله خپله استعفأ وړاندې کړې. په دغه پېښه کې پولیسو یو بربنډ وګړۍ د خپل موټر په لور کش کړی دی.

دغې پېښې د مصریانو غوسه را پارولې ده. په پېښه کې پولیسو د جمعې په ورځ د مصر د حکومت یو تن مخالف چې حمدا صابر، نومیږي او ۴۸ کاله عمر لري په بربنډ حالت کې وهلی دی.

د مصر په وروستیو مظاهرو کې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر مرسي دفتر ویلي دي چې د مبارک د واکمنۍ د دورې په شان به له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې تکرار نه شي.

مسعود جهش (KNA, AP, AFP, Reuters, dpa)
عبدالباري حکیم