1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوهم ځل ټاکني په هيواد کي د سياسي ځواکنونو د قطب بندۍ سبب کيږي

۱۳۸۸ مهر ۲۹, چهارشنبه

لکه څنګه چي د کرزي اوعبدالله، چي دټاکنوپه دويم پړاوکي دکانديدانو په حيث ګډون کوي، پروګرامونه مختلف دي همدغه ډول ددوی په سیاسي وده کي هم ډير توپير ليدل کيږي...

https://p.dw.com/p/KCAF
ډاکټر سيد موسي صميمي
ډاکټر سيد موسي صميميانځور: DW

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر ډاکټر سيد موسي صميمي پخپله تبصره کي ليکي:

له سیاسي قطب بنديو سربيره، کيدای سي چي اقليمي او تخنيکي ستونزي دنوموړي هيواد بحران لاپسي ژورکړي. د ژمي له رارسيدو او د ډيري ناوړه امنيتي وضعي له امله دا ورځ په ورځ سختيږي چي د هيواد په ځنو برخوکي منصفانه او آزادي ټاکني ترسره سي.

کرزی اوس د ټاکنو له دويم پړاوسره د لويديز د ټينګ دريز له امله چي دهندوکش دهيوادد سولي دديموکراتي لړۍ ملاتړ دخپلو عسکرو ژوندانه ته دډيرو خطرو دمتوجه والي سره سره کوي، موافقي ته حاضر شوي دي.پرته له هغه به دا ډيره سخته وای چي دداسي رژيم لپاره په جګړوکي برخه واخيستل شي چي ديموکرات قانوني والي يې، په ټاکنوکي د ښکاره درغليو له امله په ډير سست او کا واکه اساس ولاړوي.

واقعيت خودادی چي په ټاکنوکي ددرغليو له کيدو سربيره دکرزي دکار ډله هم ډيره بي اغيزې، اورشوت خوره او اختلاسګره ثابته شوې ده. کرزی پردې ټينګار کوي چي داد

جمهوري رياست مرکزي نظام بايد دوام پيدا کړي. ده ددې نظام له لاري د جمهوري رياست په لومړي پړاوکي دخپل شخصي قدرت اساس پراخ کړی دی.

ده له سيمه ايزو خانانو اوقدرتمنو سره هدفمن اتحادونه جوړکړي. له اسلامي ځواکونوسره يي سیاسي روغي جوړي کړي دي، اوهمدغه ډول کرزي د افغانستان د لومړي ډيموکراټ ټاکل سوي جمهوررييس په حيث تر ډيره ديوازي واکدار په بڼه کي حکومت وکړ.

دکرزي دستر سیال په حيث ۴۹کلن ډاکتر عبدا لله دحکومت په خپل منځ کي ناسازه مخالفينوپه راس کي ځای لري.عبد الله ددي حساب کولای سي چي دهيواد دشمالي ولايتونو ځواکمن واليان به يي ملاتړ وکړي. ده د اقتصادي بحران د لري کولو او د بيکارۍ د له منځه وړلو لپاره نسبتاً مشخص پروګرام وړاندي کړي، او دهغه په واسطه يي خپلو وطنوالوته ځان دکرزي دبديل په توګه عرضه کړی دی.په دپلوماسي سلسه مراتبوکي د عبدالله وړاندي تګ او دبهرنيو چارو د پخواني وزير په توګه دده کار ده ته پدې کي مرسته کړې ده چي په بهرنيو هيوادونوکي هم ديوو اعتباروړ او داسي چا په حيث چي حساب پرې کيدای سي عرض اندام وکړي.

څرګنده خبره ده چي حامد کرزی د يوه سياسي شخصيت په حيث د جبهي نجات ملي او وروسته بيا د روم د ډلي سره نژدې همکاري درلوده، او ډاکټر عبدالله بيا چي اوس د کرزي دسيال په شان په ټاکنو کي ولاړ دی په افغانستان کي د شوروي اتحاد د پوځي يرغل پروخت او وروسته بيا د طالبانو د استبدادي نيظام په وړاندي د وسلوال مقاومت پر وخت د نيظار شورا د قومندان احمدشاه مسعود نژدې ملګری او د بنسټپال جمعت اسلامي ګوند غړی هم و.

اوس نو بايد انتظار وښکل شي چي ايادوهم پړاو ټاکني هم تش په نامه دي اوکه څنګه.

Samimy, Said Musa/ رحيله اميري

کتونکي. زيارمل