د دوما جگړه ځپلي ښار انځورونه
د ۲۰۱۳م کال له اکتوبر مياشتي راهیسي د سوريې د واکمن بشارلاسد ځواکونه دمشق ته نژدې د دوما ښار کلابند کړی دی. مځکني او هوايي بریدونو د خلکو عادي ژوند ناشونی کړی دی.
د جگړې نخښي نښانې
دوما د سوريې له پلازمېني دمشق څخه ۱۳کیلومتره لیري د «ختیځ غوته» په سیمه کي پروت ښار دی. دغه سیمه چي د سوريې تر ټولو جگړه ایزه سیمه بلل کیږي، ياغيان ورباندي کنترول لري.
د جگړې لوبي
د روسي او سوريې هوایی بریدونو په تیرو کلونو کي د دوما ښار ټولي برخې په بشپړ او یا هم تر یوې اندازې وراني کړي دي. کوچنیان هڅه کوي چی د بمبار سوو کورونو څخه ځانو ته د لوبو ځایونه جوړ کړي.
په زیرخانه کي زده کړي
د بمي بریدونو له کبله زیاتره ښوونځي او نور عامه تاسیسات زیر خانو ته انتقال سوي دي. په جگړه کي رالویو سوو کسانو له پاره زده کړي ډیري مهمي دي، دا ځکه چي د هیواد راتلونکې په هغو پوري اړه لري.
نه درېدونکې جگړه
دغه سړی هڅه کوي چي د خپل کور په ویجاړیو کي خپله شتمني ولټوي. د هغه پر سر لا جنگي الوتکې راگرځي. د سوريې حکومت له کلونو راهیسي د بېلري او له مځکې څخه مځکی ته بمونو په مرسته، هڅه کوي چی دوما بیرته تر خپلي ولکې لاندی راولي.
یوه نجلۍ
عبیر خپله ښی پښه هغه مهال له لاسه ورکړه چي يو بم يې مخي ته وچاودید. د هغې د اکا زوی حسن بم وژلی دی. عبیر اوس د زرونو نورو زخمي کوچنیانو څخه یوه ده. هغه سربیره پر دې چي یوه پښه يې له لاسه ورکړې، غواړي په عادي ډول له خپلو نورو همزولانو سره پر سړکونو لوبې وکړي.
عنعنوي ډوډۍ
نه اوړه سته او نه هم تیل. په دوما کي د ډوډۍ پخولو صنعتي ماشین نور له کاره لویدلی دی. د هغه پر ځای د سوريې یوه زړه عنعنه بیرته راژوندۍ کیږي. یعنی په لاس باندي د ډوډۍ پخول. د ښار ځینو اوسیدونکو کوچنۍ نانوایانی پرانیستي او تازه ډوډۍ خرڅوي. یوه ډوډۍ په ۷۵ سوریایی پونډه ده چی معادل یې ۳۰ سینته کیږي.
په اضطراري حالت کي روښنايي
کله چي په دوما کي لمر ولویږي، نو له اکثرو دوکانونو او کورونو څخه د جنراتورونو لوړ ږغونه اوریدل کیږي. ډیری کسان په شپه کي له برقي جنراتورنو څخه د کور یا دوکانونو د روښانه کولو له پاره گټه اخلي. د نوموړي ښار له محاصرې راهیسي، خلک مجبور دي بې بریښنا خپل ژوند پر مخ بوزي.
د سکرو اوتو
ورځني شیان لکه اوتو په جگړه کي مهم نه ښکاري. خو بیا هم د دوما ځيني اوسیدونکي هڅه کوي یوه عادي ژوندانه ته راوگرځي. له دې کبله چي هلته بریښنا نه سته، نو د سکرو له اوتو څخه کار اخیستل کیږي.