1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانۍ وزیرې دوکتورا باطله شوه

مسعود جهش (Reuters, AFP, dpa, epd)۱۳۹۱ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د دوزلدورف پوهنتون د دغه هیواد د لوړو زده کړو د وزیرې انیتې شاوان، دوکتورا د داسې شواهدو د تر لاسه کولو وروسته باطله کړې چې ښيي هغې په خپل مونوګراف کې د نورو څیړنې په خپل نوم راوستې دي.

https://p.dw.com/p/17Yhv
BERLIN, GERMANY - OCTOBER 18: German Federal Education Minister Annette Schavan listens to a government declaration by German Chancellor Angela Merkel in the Bundestag prior to a European Council meeting in Brussels on October 18, 2012 in Berlin, Germany. European Union leaders are expected to focus on economic and monetary policies as they gather for the two-day Autumn meeting starting today in Brussels. (Photo by Adam Berry/Getty Images)
Universität Düsseldorf eröffnet Plagiatsverfahren gegen Annette Schavanانځور: Getty Images

په دې ترتیب سره د دوزلدورف د پوهنتون یوې دولس کسیزې شورا د آلمان د لوړو زده کړو وزیرې میرمن انیتې شاوان، دوکتورا باطله اعلان کړه. دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ وشوه. کله چې وروستۍ پریکړه کیده نو د شورا دوو غړو د میرمن شاوان په پلويتوب او پاتو د هغې په مخالفت رایې ورکړي. د شورا د غړو له ډلې څخه یوه یې هم مستنکفه رایه کارولې ده.

د دوزلدورف د پوهنتون له خوا جوړې شوې شورا ویلي دي چې د څیړنو پر مهال یې داسې شواهد تر لاسه کړي چې ښيي میرمن شاوان څه نا څه دیرش کاله مخکې د خپل دوکتورا په مونوګراف کې داسې موضوعګانې شاملې کړې دي چې دې په خپله نه وې لیکلې او په اصل کې یې له بلې منبع څخه کاپي کړې وي. پر دې سربیره دا خبره هم شوې ده چې میرمن شاوان په خپل مونوګراف کې منابع او مأخذ په سمه توګه نه دي نقل کړي.

میرمن شاوان اوس یوه میاشت وخت لري چې د دغې پریکړې پر ضد خپل دریځ روښانه کړي. د آلمان خبري آژانس د هغې د وکیل په حواله ویلي دي چې دغه آلمانۍ وزیره غواړي چې د دوزلدورف د پوهنتون د پریکړې پر ضد دعوا وکړي.

د میرمن شاوان د دوکتورا په اړه د تیر کال په مې میاشت کې هغه وخت څیړنې پیل شوې چې یوه نامعلومه وګړي په انترنت کې پر دغې آلمانې وزیرې باندې تورونه ولګول. تر دې وروسته د میرمن شاوان د غوښتنې له مخې د دوزلدورف پوهنتون د انسان پیژندلې پوهنځې یو کارپوه ته دنده وسپارله چې د تورونو په اړه څیړنې وکړي.

د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د شپیګل مجلې وویل چې د دوزلدورف پوهنتون له خوا ګمارل شوي څیړونکي داسې شواهد موندلي دي چې ښيي میرمن شاوان په ۱۹۸۰ کال کې د خپل دوکتورا په مونوګراف کې د نورو کار په خپل نوم کړې دی. مجلې زیاته کړې وه چې شاوان د خپل ۳۵۱ مخیز سند په ۶۰ ځاینونو کې «پلیګریزم» چې لغوي معنی یې علمي غلا ده کړې ده.

میرمن شاوان دغه تورنه رد کړي ول خو ویلي یې وو چې کیدای شي د هغې په لیکنه کې د منابعو او منأخذو د یادونې معیاري قوانین په پام کې نه وي نیول شوي.

د آلمان د لوړو زده کړو وزیره لومړۍ آلمانۍ سیاستواله نه ده چې وڅخه یې عملي مقام اخیستل کیږي. تر دې مخکې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو میاشتو کې د آلمان د هغه وخت د دفاع وزیر هم د خپلې دوکتورا د تر لاسه ورکولو وروسته له خپل کاره استعفأ وکړه.