1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دواړو خواو د اوسيدونکو پښتنوغوښتنو او اړتياوته بايد ډيره پاملرنه وسي

۱۳۸۷ شهریور ۲۰, چهارشنبه

په افغانستان کي د سولي او ثبات د منځ ته راتلو لپاره د يوې سالمي ستراتيژۍ د غوره کيدو لپاره، د آلمان او د افغانستان د حکومت عقيدې سره ورته دي.

https://p.dw.com/p/FFHr
د افغانستان او د آلمان د بهرنيو چارو وزايران: سپنتا او شتاين ماير
د افغانستان او د آلمان د بهرنيو چارو وزايران: سپنتا او شتاين مايرانځور: AP

په تيره بيا په دې هکله چي د افغانستان ګاونډي هيوادونو ته څه بايد وويل شي. د Handelsblatt په نامه آلمانۍ نامتو ورځپاڼي په برلين کي د پرون ورځي راهيسي يوه دوه ورځنۍ غونډه رابللې چي په هغه کې د افغانستان پر روانو حالاتو خبري کيږي دغي غونډي ته د جرمني د دفاع وزيرفرانس ژوزف يونګ ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان استازي هم رابلل سوي دي.

په برلين کي د آلمان کابينې هم په دې هکله خبري کړي چي د افغانستان په هکله د آلمان د حکومت سياسي تګ لاره بايد څه وي.

په دغه غونډه کي د آلمان د دفاع وزير فرانس ژوزف يونګ وايي چي په افغانستان کي بيا پر آلماني عسکرو باندي ګوزارونه سوي دي. يونګ وايي:« څنګه چي ما حالات څيړلې، ګومان کيږي چي طالبان هغه سياسي جروبحثونه هم تعقيبوي چي دلته په آلمان کي روان دي.د اکتوبر په مياشت کي به د آلمان په اتحاديي پارلمان کي په دې اړه خبري وسي چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د خدمت موده دې اوږده سي. نو په افغانستان کي د آلماني عسکرو پر ضد د عملیاتو په زیاتولو سره دا هڅه کيږي چي دلته په جرمني کي عامه افکار تر تاثير لاندي راسي».

يوه اونۍ د مخه د آلمان د دفاع وزير يونګ، پاکستان ته تللی و
يوه اونۍ د مخه د آلمان د دفاع وزير يونګ، پاکستان ته تللی وانځور: picture-alliance/ dpa

طالبانو د افغانستان په سويلي ولاياتو کي هغه بری ندی ترلاسه کړی چي دوی يې په تمه وه، نو اوس دوی شمال ته، چيري چي آلماني عسکر ځای پر ځای دي، متوجه سوي دي.د آلمان حکومت غواړې چې په منې کې کله چې په افغانستان کې د آلمانې عسکرو د خدمت د مودې د اوږدولو په موضوع باندې خبرې کيږې، دا پريکړه هم وکړې چې په افغانستان کې دې د آلمانې عسکرو شمير د 3500 څخه 4500 ته زيات کړاې شې.

خو په عين وخت کې د آلمان حکومت پخپل هغه امنيتې طرحې باندې ولاړ دې چې وايې د پوځې امنيتې تدابيرو ترڅنګ دې بايده دې په افغانستان کې د مدنې بيرته رغونې پروژو ته زياته پاملرنه وشې. او له دې کبله چې په افغانستان کې د خوراکې موادو قحطې ده، نو د آلمان حکومت غواړې چې د افغانستان د پا ره خپلې مرستې زياتې کړې.

مونږ دا پریکړه کړې چې له افغانستانه سره دې د 30 ملیونو يورو په اندازه زياتې مرستې د خوراکې موادو د پا ره وشې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين سپنتا هم په همدې عقیده دې چې بايده دې په افغانستان کې د پوځې امنیتې تدابيرو تر ځنګ دې د بيرته رغونې مدنې پروژو ته زیاته پاملرنه وشې:«د افغانستان د پاره يوه سالمه ستراتيژې طرخه به دا نه وې، څنګه چې دلته په ځينې اروپايې پاڼو کې ادعا کيږې، چې پوځې امنیتې تدابيرو ته زیاته پاملرنه وشې یا د بيرته رغونې مدنې پروژو ته. بلکې يوه سالمه ستراتيژې به دا وې چې دواړو اړخونو ته بايده دې پاملرنه وشې. خو که مونږ غواړو چې په افغانستان کې په اصېلا يو پول وغزو، نو دا به ضرورې خبره وې چې مونږ د ترهګرې د ګوزارونو مخه ونيسو.»

د اکتوبر په مياشت کې به د آلمان په اتحادې پارلمان کې په دې اړه خبرې وشې چې په افغانستان کې د آلمانې عسکرو د خدمت موده دې اوږد کړاې شې.
د اکتوبر په مياشت کې به د آلمان په اتحادې پارلمان کې په دې اړه خبرې وشې چې په افغانستان کې د آلمانې عسکرو د خدمت موده دې اوږد کړاې شې.انځور: picture-alliance/dpa

او دا چې د ترهګرې په ضد بریالې مبارزه به په څه ډول سره کيداې شې، په دې اړه د برلين په غونډه کې د برخه والوپه نظريو کې ډير توپيرونه لیدل کيده. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت نيمګړتياو ته هم ګوته نيسې، په نړيوالې ټولنې او ګاونډې هيواد پاکستان باندې هم نیوکې کوې.«پاکستان بايده دې له دې څخه لاس واخلې چې د خپل بهرنې او برې لاسې غوښتنې سیاست د پرمخ بیولو د پاره دې د تروريسم او تندلارو ډلو نه د یوې وسیلې په توګه کار واخلې».

خو په برلين کې د پاکستان لوې سفير شهيد احمد کمال د خپل هيواد د دفاعې چارو د وزير د یوه وينا په لوستلو سره دا پيغورونه ردوې، چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې عمل نه کوې.

احمد کمال وايې چې:«ناتو او په افغانستان کې نړيوال سوله ساتونکې ځواکونه بايد په دې لاره کې څه وکړې، چې د افغانستان د پولو امنيت وساتې. او له بله پلوه د افغانستان د پوځې او امنيتې ځواکونو په روزنه کې بايد له بیړې څخه کار واخيستل شې. او ترهرڅه مهمه خبره به دا وې چې د افغانستان د ولس په تيره بيا د پولو په دواړو خواوکې د اوسیدونکو پښتنوغوښتنو او اړتياوته بايد زیاته پاملرنه وشې».

د آلمان د دفاعې چارو وزير هيله کوې چې ګاونډې هیوادونه پاکستان او افغانستان د ګډو پولو د کنترولولو په هکله يوې موافقې ته سره ورسيږې.