د دنیا ترټولو قیمتي ودانۍ
په اسیا، امریکا او جرمني کښې ډیرې سترې او عصري ودانۍ جوړې شوې دي چې په میلیاردونو ډالر پانګونه پرې شوې. د نړۍ تر ټولو قیمتي ودانۍ چیرته او څومره مصرف پرې راغلی دی؟ په دې انځورېز رپوټ کښې وګورئ:
ابراج البیت د سعودي عربستان په مکه ښار کښې د یوه عصري هوټل نوم دی. د دې هوټل جوړونکي د سعودي میشت د بن لادن ګروپ دی چې د اسامه بن لادن کورنۍ پورې اړه لري. د دې ودانۍ د رغونې چارې د دارالهنداسه شرکت ترسره کړي دي. د ۶۰۱ متره لوړه دغه چې د نړۍ لوی ساعت هم پکښې ښکاري خلک د لندن ښار د (بیګ بن) ودانۍ په فکر کښې اچوي. پر دې ودانۍ ۱۵ میلیارده ډالر پانګونه شوې ده.
دغه ستره ودانۍ د سنګاپور په ستوزا ټاپو کښې ولاړه ده چې د اوبو پارک، هوټل، کازینو، او د لوبې ځاي لري. پردغې سترې ودانې ۶ میلیارده او ۹۵۰ میلیون ډالر پانګونه شوې ده.
Marina Bay Sands هغه ودانۍ ده چې په سنګاپور کښې رغول شوې ده. دغه ودانۍ چې ۱۹۱ متره لوړوالی لري له درې ورته ودانیو جوړه شوې چې هره یوه يې ۵۵ پوړی لري. د دې ودانۍ پر سر پارک هم شتون لري چې۳۴۰ متره اوږدوالی لري. پر دې ودانۍ ۵ میلیارده او پنځه سوه میلیون ډالره پانګونه شوې ده.
د کسموپولیټن هوټل ودانۍ چې د امریکا په لاس وګاس کښې ده له دوه ۶۱ پوړیزو ودانیو جوړه شوې ده او دوه زره او ۹۹۵ کوټې لري. پر دې ودانۍ ۳ میلیارده او ۹۰۰ میلیون ډالر مصرف راغلی دی.
د نړیوالي سوداګرۍ مرکز ودانۍ چې پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې له ترهګریز برید وروسته ورغول شوه، ۵۴۱ متره لوړوالی لري او په امریکا کښې د لوړو ودانیو په کتار کښې ده. پر دې ودانۍ ۳ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده.
په ابوظبي کښې د امارات قصر هوټل چې د نړۍ تر ټولو قیمتي هوټلونو په کتار کښې راځي. پر دې هوټل۳ میلیارده ډالره مصرف شوی دی.
وین هوټل چې د امریکا په لاس وګاس کښې موقعیت لري د ۲ میلیارده او ۷۰۰ ملیونو ډالرو په پانګونې رغول شوی دی.
Venetian Macau هوټل چې په ۹۸۰ مترمربع ځمکه رغول شوی د چین جمهوریت په یوه ټاپو کښې ځای لري. په دې هوټل ۲ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده.
په انځور کښې ښي لور ته د پرنس هسکه ودانۍ له کلونو راهیسې د استوګنې د سترو ودانیو په کتار کښې ده. په نیویارک کښې جوړه شوې ودانې چې ۱۰۱ پوړۍ لري، ۲ میلیارده او ۱۷۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده.
د هندوستان په ممبيي ښار کښې رغول شوې دغه عجیبه ودانۍ د هندي میلیاردر موکش امباني لخوا جوړه شوې چې ۳۱ پوړۍ لري او کابو ۲ میلیارده ډالر مصرف پرې راغلی دی.
د امریکا په لاس وګاس ایالت کښې د پلاتسو هوټل چې د اوبو ښکلې فوارې او د هوټل دننه پکې قیمتي ډبري هم کارول شوي په ۱ میلیارد او ۱۰۰ میلیونه ډالرو جوړه شوې ده.
د خلیفه برج له جوړیدنې مخکې په متحده عربي امارتو کښې د تایپه ۱۰۱ ودانۍ چې ۵۰۸ متره لوړوالی لري ترټولو هسکه ودانۍ وه. پر دې ودانۍ ۱ میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالره مصرف شوي دي.
Bellagio د امریکا په لاس وګاس کښې د هغې ودانۍ نوم دی چې پکې ګڼ شمیر امریکايي فلمونه هم جوړ شوي دي. پر دې هوټل ۱ میلیارد او ۶۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
د جرمني په فرانکفورت ښار کښې د اروپا د مرکزي بانک ودانۍ له دوه وصل شوو ودانیو جوړه شوې ده. پر دې ودانۍ یو میلیارد او ۵۷۰ میلیونه ډالره مصرف راغلی دی.
د لندن د ویمبلي لوبغالی چې متحرک چت هم لري د نړۍ تر ټولو لوی لوبغالی ګڼل کیږي. پردې ورزشي سټدیوم ۱ میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده.
د نیویارک یانکي ورزشي لوبغالی چې په ۱۹۲۳م کال کښې جوړ شوی دی. پردې سټدیوم ۱ میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالره مصرف شوی دی.
برج خلیفه چې د نړۍ تر ټولو هسکه ودانۍ ده ۸۲۸ متره لوړوالی لري او ۱ میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالره ورباندې پانګونه شوې ده. په دې ودانۍ کښې تر زرو ډیر د استوګني کورونه دي چې ۴۹ پوړه لري. د ودانۍ په داخل کښې هوټل هم شتون لري چې ۱۶۰ خونې لري.