د دنيڅک د هوايي ډگر پر سر جنگ روان دی
۱۳۹۳ دی ۳۰, سهشنبه
د اوکراين د پوځ او بېتلون غوښتونکو ترمنځ له څو ورځو راهيسي سخت جنگ د دوشنبې په ورځ هم روان وو. ويل کيږي چي بيا ډېر انسانان وژل سوي او ټپيان سوي دي.
اوکرايني چارواکي وايي، چي د هيواد په ختيځ يا د بېلتون غوښتونکو په مرکز دنيڅک کي وسله والو د دغه ښار هوايي ډگر ته سخت زيان رسولی دئ.
د اوکراين د جمهور رئيس پيترو پوروښينکو يوه سلا کار ويلي دي، چي ډير عسکر هغه مهال ټپيان سول چي د ترمينل په لومړي پوړ کي يو چت راونړېد. هغه ويلي دي، چي چت بېلتون غوښتونکو الوزولی دئ.
د دنيڅک پر هوايي ډگر باندي له څو ورځو راهيسي جنگ روان دئ. دا چي د دغه ميدان کنترول د چا په لاس کي دئ، تر اوسه پوري څرگنده نه ده.
د يکشنبې په ورځ د اوکراين پوځ ويلي ول، چي د دغه ډگر ډيري سيمي يې نيولي دي. د دغه هوايي ډگر پر سر باندي په جنگ کي تر اوسه پوري ۱۰ ملکيان وژل سوي دي.
د دنيڅک تر هوايي ډگر دباندي هم جنگ روان وو او هم خلک وژل سوي او ټپيان سوي دي. د دغه ښار په مرکزي پرخه کي پر يوه روغتون باندي توغندی لگېدلی او څلور کسان پکښې ټپيان سوي دي. د نيڅک په ۶۰ کيلومترۍ کي هم په يوه راکټي يرغل کي درې انسانان وژل سوي او ۱۲ نور ټپيان سوي دي.
د اوکراين پوځ د معلوماتو له مخي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۳ عسکر وژل سوي او ۶۶ نور ټپيان سوي دي.
پر مسکو باندي نوي تورونه
د کيف حکومت پر مسکو باندي تور لگوي، چي د دوشنبې په ورځ د اوکراين ختيځ ته د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په موخه نزدې ۷۰۰ عسکر تر سرحد ور اړولي دي.
اوکراين او يو شمېر غربي هيوادونه پر مسکو باندي تور لگوي، چي گويا له بېلتون غوښتونکو سره د وسلو او جنگياليو مرسته کوي. خو مسکو دغه تورونه نه مني.
د ۲۰۱۴م کال له اپريل مياشتي راهيسي د اوکراين په کړکېچ کي تر اوسه پوري نزدې ۴۸۰۰ انسانان وژل سوي او په سلونو زره زيات نور ټپيان سوي دي.