1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته وروستی سفر

۱۳۹۰ خرداد ۱۵, یکشنبه

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس پرون په یوه نااعلام سوي سفرکابل ته ورسید. ګیټس له ولسمشر حامد کرزی سره ولیدل. په یوی ګډی خبری غونډه کي هغوی دواړو پر زغم او همکارۍ ټینګار وکړی.

https://p.dw.com/p/11Ua0
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امرکیا د دفاع وزیر رابرت ګیتس
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امرکیا د دفاع وزیر رابرت ګیتسانځور: AP

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیست په سینګاپور کی د امینت د یو سیمه ایز کنفرانس خخه وروسته پرون کابل سفر وکړ، هغه یو سفر چی د دفاع وزیر په توګه ورستی ګنل کیږی.

ګیټس د ورځي په پای کی له افغان جمهور ریس حامد کرزي سره یوې خبري غونډي ته را څرګند سو.

نوموړي د ناټو په وروستیو بمباریو کې د ولسي افغانانو په مرګ ژوبلي خواشینې وښوده او د کابل چارواکې یې زغم ته را وبلل.

افغان ولسمشر حامد کرزی وویل چې له ملک څخه به یې د امریکایی عسکرو وتل د ده د حکومت په سلا تر سره کیږي.


ټاکل سوي په را روانه جولاۍ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایی لښکرو وتل پيل سي.

جمهور ریس کرزي چې د امریکا له دفاع وزیر رابرت ګیټس سره یې پرون ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې وینا کوله وویل چې د هغو سرتیرو شمیر به د کابل له حکومت سره په سلا ټاکل کیږي کوم چې په لومړي پړاو کې له افغانستان څخه وزي.

امریکایی رسنیو خبر ورکړ چې پنټاګون پلان لري شاوخوا لس زره سرتیري په لومړیو څو میاشتو کې له افغانستان څخه په کور کړي.

خو د جګړې د کرښې بهرني قوماندان بیا په یوه واري د غټ شمیر سرتیرو له وتو سره رضایت نه لري او هغه دښمن ته د مورال ورکولو پیلامه بولي.

حامد کرزی وایې دی د بهرنیو سرتیرو له حضور سره په اوس مهال کې کومه ستونزه لري خو هغوي باید په خپلو عملیاتونو کې له دقت څخه کار واخلي ځکه افغانان د بهرنیو سرتیرو له خپل سرو عملیاتو، وهل ټکولو او بي ځایه توقیفونو څخه په تنګ سوي دي.

کرزی وویل:«افغانانو چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ډیر زیانونه ګاللي اوس په دې تمه دي چې د یوه داسي حالت په لور وخوځیږي چې هم روانه جګړه بریالۍ کړي او هم دوي ته نور زیان و نه رسیږي».

افغان ولسمشر خپلو کورنیو سرتیرو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد پروسه ډیره مهمه وبلله چې پر وینا یې دوي یې بریالي توب ته په تمه دي.

دغه لړۍ به تر راتلونکو دوو اونیو له یو شمیر لویو ښارونو پيل سي.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس چې وایې دا یې افغانستان ته د ماموریت وروستی سفر دی د کرزي له میړانې او ښه مدیریت څخه ننګه وکړه.

ګیټس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د بن لاډن له مړینې وروسته دوه ورځي دمخه امریکایی بي پیلوټه الوتکو په جنوبې وزیرستان کې د القاعدې بل کلیدي مشر الیاس کشمیری هم وواژه او دا ښیې چې د دغې ډلي اصلي ځالي د ډیورنډ له کرښې هغي غاړي ته دي نو ولی واشنګټن د کابل د حکومت د غوښتنې مطابق خپل عملیات هغې غاړي ته نه غزوي وویل چی دی د افغانانو له اندیښنو سره تفاهم لری.

هغه وویل: «مونږ د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو له ځالو اندیښمن یو او اوس دغه ترهګر په نورې نړۍ سربیره په خپله پاکستان کې هم ستونزي پیښوي زمونږ غوښتنه دا ده چې د کابل او اسلام آباد حکومتونه په ګډه موجوده ستونزي له مینځه یوسي.

د امریکا دفاع وزیر د افغاني طالبانو وړتیا ماته سوي وبلله ..

هغه تمه وښوده چې د بن لاډن په مړینې سره به د هغه او ملا عمر اړیکي هم بي خونده سوي وي او له دې سره به سولې ته د طالبانو د را ګرزیدو پروسه چټکه سي.

په دې ورستیو کې د افغان او امریکایی چارواکو تر منځ د ستراتیژیک قرار داد پر سر هم بحثونه تاوده سوي دي.

ولسمشر کرزي وویل چې په دغه تړون کې تر هر څه زیات ورته د افغانستان ګټي مهمی دي او اصلي ټکی یی دا دی چې په افغانستان کې سوله ټینګه سي.

حامد کرزی یادونه وکړه: «مونږ له امریکا سره داسي تړون لاسلیکوو چې افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا درلودونکي، خپلواک او مستقل هیواد په توګه شتون ولري چې په دې تړون کې د امریکا ګټي د امریکا د غوښتنې سره سم او د افغانستان ګټي د افغانستان د خوښې سره سم خوندي وي».

جمهور ریس کرزي په دغه خبري غونډه کې د امریکا د دفاع له وزیر څخه د هغه څه له امله مننه وکړه چې د خپل ماموریت پر مهال یې له افغانستان سره مرسته کړي دي.

ګیټس افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې ملک به یې دا ځل په افغانستان کې د نویمې لسیزي تیروتنه چې افغانان یې د جهاد له بریالي توب وروسته یوازي پریښودل نه تکراروي او د ملک مرستې به یې له افغانانو سره جاري وي.

کابل/ جالالزی
کتونکی: عبدالباری حکیم