د دریم ځل له پاره المانی جنرال د آیساف ویاند شو
۱۳۹۱ تیر ۳, شنبهاعلان
د یوې الماني ورځپاڼې «دي ویلټ» د راپور پر اساس بیا هم د المان یو صاحب منصب په افغانستان کې د ناټو ځواکونو آیساف د ویاند په توگه ټاکل شوی دئ. د نوموړې ورځپاڼې په حواله نوی ویاند جنرال گونتر کتس، د پخواني ویاند جنرال یاکوبسن پر ځای ټاکل شوی دئ. تر اوسه کتس د آیساف د ځواکونو دریم المانی ویاند دئ.