1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درو تنو آلماني عسکرو تابوتونه خپل هيواد ته ولېږدول سول

۱۳۸۹ فروردین ۱۶, دوشنبه

د تيري جمعې په ورځ په کندوز کي د وسلوالو طالبانو سره په جګړه کي درې تنه الماني پوځيان ووژل سول، چي وروسته بيا ددوی په خبره شپږ تنه افغان پوځيان هم په ناپامي کي ووژل سول...

https://p.dw.com/p/MnL4
دغه دري تنه وژل سوي عسکر چي د25 او 35 کلونو ترمنځ عمرونه لري د پراشوټي کندک په 773 قطعي پوري مربوط ول.
دغه دري تنه وژل سوي عسکر چي د25 او 35 کلونو ترمنځ عمرونه لري د پراشوټي کندک په 773 قطعي پوري مربوط ول.انځور: dpa

دهغه دري تنو آلماني عسکرو تابوتونه چي په کندوز کي وژل شوي دي ، پرون آلمان ته رانتقال کړاي شو. مخکي له دې چي ددوي تابوتونه آلمان را انتقال سي، دکندوز په هډه کي دوير په خاصو مراسمو سره ددوی همکارانوله دوی سره د خداي پاماني کړې.

کله چي ددوي تابوتونه په خاصو نقليه وسايلو سره دکندوز پوځي هډي ته رارسيږی نو ټول چوپه خوله وي . په دريو کتارونو کي دوژل شو عسکرو کاري ملګري ددرناوي دمراسمو دپر ځای کولو دپاره ولاړ دي په همدي وخت کي دوي ته دتيارسي قومانده ورکول کیږي.

دري زره دار نقليه وسايل چی تابوتونه پکي ایښي و، دکندوز دپوځي هډي ډګرته راځي دوژل شوو عسکرو تابوتونه دآلمان په بيرغونو سره ښکلۍ شوي و . درزهدارو ټانکونو بانټونه پورته واو تابوتونه پکي ښکاريدل . پوځی واحدونه چی په ليکه ولاړو د ددوي دچپ لاس په موټو کی يي دوير علامي نښلول شوي و . دغه دري تنه وژل شوي عسکر چي د25 او 35 کلونو ترمنځ عمرلريٍ دآلمان دپراشوتي کندک د 773 قطعي پوري مربوط و.

په کندوز کي دآلماني عسکرو قوماندان Rheinhardt Zudrop دوير په دغه مراسموکي په يوه وینا کي وايي:

«ددغه درويو عسکرو مرګ زمونږ دپاره يوه ډیره لويه ضايعه ده .او کله چيٍ جګړی رواني وي ، پنځه تنه آفغان عسکر هم په دغه نښتو کي ديوه شتباه له امله دآلماني عسکرو له خواوژل شويٍ دي چي زه له دي امله بښنه غواړم.»

دتيري جمعي په ورځ داپر يل دمياشتي په 2 نيټه دالماني عسکرو او تند لارو تر منځ دڅو ګړيو په اوږدو کيٍ جګړه روانه وه ، په همدي ترڅ کي پنځه تنه افغان عسکر چي په يوه ملکي موټر کي سپاره و ، په اشتباهي توګه دآلمانی عسکرو له خوا وژل شوي .

دافغانستان دټولوشمالي سیمو دپاره دآلمانی عسکروقوماندان بريد جنرال Frank Leidenberger په یوه وينا کی وايي چي هيله کوم دغسي ورځ بيا رانشي.

موږ به په افغانستان کي خپل کارته دخپلو وژل شو ملګرو څخه پرته دوام ورکړو خو هیله ده چی ددوي مرګ يو بیهدفه او بيځایه مرګ نه وي مونږ ددغه راز پیښو له امله دخپلو موخو څخه نه تيریږو او مونږ به خپلۍ مبارزي ته دوام ورکو او بری به زمونږ په برخه وي.

بیا وروسته دآلمان داقتصادی ګډ کار او پرمختیايي چارو وزير ديرک نيبل چي په روان وخت کي په افغانستان کي دي اودآلماني عسکرو دوژل کيدلو دپيښي په وخت کی دافغانستان دشمالي سیمو په يوه سفر بوخت و په یوه وينا کی وايی چي .

دآلمان دحکومت په استاذیتوب زه تاسي ته ددغي ويٍرجني پیښی له امله تسلیت وايم . او زه په دی باور لرم چي دآلمان عسکربه ددغه راز ويرجنو پيښو سره سره ، ويره او خپلو موخو ته درسيدلو دپاره شک او ترديد ونه ښه يي . مونږ بايد هڅه وکړو چی په افغانستان کي خپل پوځي او مدني دندي په دغه هيواد کی دسولي او ثبات دټينګولودپاره سر ته ورسو .

دوير دمراسمو په پای کي په ترومپت سره داسندره غږول کيږي چي ما يو انډیوال درلودي . اوبيا دآلما ن ملي سرود هم غږول کيږي.

Kleber, Mark/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل