1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درونتې بريښناکوټ سره د لسو ميليونو امريکايي ډالرو ژمنه شوی

۱۳۸۷ خرداد ۱, چهارشنبه

د ننګرهار ولايت د بريښنا کوټ د ترميم لپاره د امريکي متحده ايالاتو پرمختيايي ټولني يوسايډي د لس ميلونو امريکايي ډالرو د مرستي ژمنه کړيده چې د بريښـنا توليد به د اوسني توليد په پرتله دوه برابره زيات شي.

https://p.dw.com/p/E3eO
انځور: AP

د ننګرهار ولايتي شورا مئسولين وايي چې په دغه ولايت کې د بريـښنا د ستونزي د حل په موخه يي دامريکي متحده ايالاتو پرمختيايي ټولني يوسايډي ته يي وړانديز کړي وو ترڅو ورته د ننګرهار په ولايت کې د بريښنا په برخه کې ورسره مرسته وکړي،د ننګرهار ولايتي شورا ريس فضل هادي مسلميار وايي چې له نيکه مرغه د امريکي متحده ايالاتو د پرمختيايي ټولني لخوا دعه وړانديزمنل شويدي او ډيرژر د جلال اباد ښاريان د بريښنا خاوندان شي، نوموړي وايي تيره ورځ د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې د يوسايډي د استازو او دبريښنا رياست د مئسولينو پر وړاندي ددرونټي بريښناکوټ دترميم پروژه يوشميرافغاني شرکتونه دداوطلبي لپاره وړاندي شوه ترڅودرغولو چاري پيل کړي،د ننګرهارولايتي شورا ريس وايي چې دبريښنا کوټ د ترميم په پروژه باندي به له پنځه ميلونو امريکايي ډالرو څخه نيولي تر لسو ميلونوامريکايي ډالرو پوري ولګول شي چې د بريښـنا کوټ توليد ظرفيت لوړکړي

د ننګرهار لايتي شوراريس فضل هادي مسلميار وايي چې پدغه ولايت کې دبريښنا ستونزه ډيره ده او دوي پر همدي بنسټ يوسايډي ته د بريښناکوټ د ترميم جوړولو وړانديز وکړو تر څو د خلکو يو څه د بريښنا په برخه کې ستونزي را کمي کړي د مسلميار په وينادجلال اباد دبريـښنا کوټ پروژه اوس مهال تراوو ميګا واټوپوري ذ بريښنا توليد لري چې پدغه ترميم سره به دتوليد ظرفيت ترپنځلس ميګاواټوپوري لوړ شي.

د ننګرهار ولايت دبريښنا رياست مئسولين وايي د جلال اباد په ښار کې ترڅلويښتو ميګاواټو پوري بريښنا ته اړتيا لري چې د خلکوټولي ستونزي ورسره هواري شي، دبريـښناريس اينجينرريذي ګل وايي چې ددغي پروژي له بشپړيدوسره به دښاريانو تر ډيره بريده پوري ستونزي حل شي،د ريدي ګل په ويناد بريښنا کوټ ټول وسايل بدليږي او هم د درونټي داوبو ډنډپاکيږي،د ننګرهار ولايت د بريښنا رياست دريس ريدي ګل په وينا چې د سروبي او نغلو څخه هم دبريښنا درا ليږدلپاره دسب ستيشن کارونه هم پيل شوي اوپه نږدي يوکال کې به دغه پروژي بشپړي اودخلکوستونزي به هواري شي،ديادوني وړده چې دننګرهارپه ولايت کې ګرمۍ په موسم کې خلک له ډيرو ستونزوسره مخ وي اودزياتي ګرمۍ له امله ګڼي ناروغي رامنځ کيږي چې د ډاکترانو په وينايو شميرخلک ورڅخه خپل ژوند هم له لاسه ورکوي،نو د يوشمير خلکو په اند که دغه د بريښـنا ستونزه هواري شي نو له يوي خوابه دګرمي پرمهال له پکيو او نورو وسايلو څخه استفاده کوي اوله بلي خوابه ګڼي هغه فابريکي فعاله شي چې د بريښنا د نشتوالي له امله کارونه يي ودرولي وه.