1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درونتې او نغلو بندونو د تولید کچه لوړیږي

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

افغان حکومت وایي چې د بریښنا د تولید د دوو مهمو بندونو درونټې او نغلو تولیدي کچه به تر څو راتلونکو ورځو دوه برابره لوړه کړي. دغه دوه بندونه کابل او ننګرهار ولایتونو ته بریښنا ورکوي.

https://p.dw.com/p/15nxI
انځور: AP

د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان، د جمعې په ورځ د دغو بندونو د حالت د څرنګوالي د معلومولو له پاره سیمې ته تللی وو. دا دوه بندونه د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال سخت زیانمن شوي ول خو اوس ئې ځينې برخې د الماني، امریکايي او روسي انجینیرانو په مرسته بیا فعالې شوي دي.

د درونټې د بریښنا په بند کې اوس له څلورو ټوربینونو څخه یوازې یو ئې فعال دئ او د دوو نورو د رغولو چارې ئې روانې دئ.

اوس مهال دا دوه بندونه شاوخوا شپاړلس میګاواټه بریښنا تولیدوي چې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې به د ځینو توربینونو له فعالیدو سره د دې بندونو د تولید کچه ۳۲ میګاواټو ته لوړه شي.

د اوبو او بریښنا وزارت د وینا له مخې د درونټې بند ټوله تولیدي بریښنا یوازې جلال اباد ښار او اړوندو سیمو ته لیږدول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایتي چارواکي موجوده اندازه بریښنا د بسنې وړ نه بولي.

د ننګرهار ولایت د والي مرستیال حنیف ګردیوال، وايي چې اوس مهال دوی ته نهه نیم میګاواټه بریښنا د درونتې له بند څخه لیږدول کیږي چې د دوی د ولایت د اړتیاوو په پرتله خورا لږه ده:

«موږ چې هغه غوښتنې د اوبو او بریښنا له وزیر څخه لرلې هغه دا وې چې د درونټې د بریښنا شبکه پراخه کړي او د بریښنا د تولید کچه ئې لوړه کړي. چارواکو زموږ دا غوښتنه منلې ده او تمه لرو چې په دغه برخه کې د ننګرهار د خلکو د بریښنا له اړخه موجودې ستونزې له منځه ولاړې شي.»

افغانستان د بریښنا له اړخه ډیرې ستونزې لري او اوس ئې هم د پلازمینې په ګډون ډیر شمالي ولایتونه د منځنۍ اسیا له وارداتي بریښنا څخه کار اخلي.

د افغانستان د بریښنا د تولید ډیرې شبکې د جگړو له کبله له منځه تللي دي او افغان حکومت ئې د بیا جوړولو توان نه لري. یوازې ځینو خیریه ادارو په خاصه توګه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې او نړیوال بانک، په تیرو څو کلونو کې افغانانو ته د بریښنا د برابرولو له پاره څه نا څه پانګونه کړې ده.

د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان، وايي چې افغان او بهرنیو انجینیرانو اوس د درونټې او نغلو د غیر فعالو توربینونو د فعالولو له پاره هڅې ګړندۍ کړي دي چې د روان کال تر میزان میاشتې پورې به د یادو بندونو د تولید کچه دوه برابره شي:

«عمومي بریښنا به له نغلو هم دلته ونښلول شي. زه ژمنه کوم چي موجوده وړتیا به له ۱۶ میګاواټه څخه ۳۲ میګاواټه ته لوړه کړو او له دې سره به د ننګرهار د ډیرو سیمو هغه ستونزې چې د بریښنا له اړخه ئې لري هوارې شي.»

تمه کیږي چې د درونټې او نغلو بند د بریښنا د تولید کچې په لوړیدو به په ننګرهار او کابل کې ډیرو صنعتي کارخانو ته چې د بریښنا له کمښت سره مخ دي، د اړتیا وړ بریښنا ورکړل شي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش