1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش پرضد امنيت شورا ته د فرانسې قطعنامه

آژانسونه/ زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

په پاريس کي تر يرغلونو وروسته، فرانسې د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته له داعش سره د مبارزې له پاره د قطعنامې مسوده وړاندي کړې ده. په دغه مسوده کي له نړيوالي ټولني غوښتل سوي چي د تروريز پرضد په گډه مبارزه وسي.

https://p.dw.com/p/1H9Ga
UN - Francois Delattre
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې له خوا د تروريزم پر ضد مبارزې له پاره د قطعنامې په مسوده کي راغلي دي، ټول هغه هيوادونه چي په سوريه او عراق کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مقابلې توان لري بايد عمل وکړي.

په دغه مسوده کي چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۹) امنيت شورا ته وړاندي سوه، ټينگار سوی دئ چي له تروريستي بريدونو سره د مقابلې له پاره امنيتي تدابير بايد «همږغي او دوه برابره سي.»

فرانسې دغه راز په ياده مسوده کي سوريې او عراق ته د هغو خارجي اتباعو د سفر پر کنترول ټينگار کړی دئ، چي غواړي له داعش سره يوځای سي.

د فرانسې حکومت تمه لري چي دغه مسوده به ډېر ژر په امنيت شورا کي تصويب سي. په ملگرو ملتونو کي د فرانسې د استازو يوه وياند ويلي دي: «موږ د دغي مسودې د تصويب په تمه يو.»

په ملگرو ملتونو کي د بريتانيا سفير د فرانسې د وړانديز سوي مسودې په اړه وويل: «د فرانسې حکومت په مسوده کي پر هغو ټکو باندي ټینگار کړی دئ، چي د ټولو له پاره د منلو دي.» د بريتانيا سفير زياته کړه چي د هغه په اند د دغي مسودې په منلو کي هيڅ خنډ نسته.

د روسيې قطعنامې له مسودې سره مخالفت

روسيې هم امنيت شورا ته د قطعنامې مسوده وړاندي کړې ده. په دغه مسوده کي پر سينا ټاپو باندي د روسۍ مسافر وړونکي الوتکي چاودني او په پاريس کي تروريستي بريدونو ته اشاره سوې ده او د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد د گډي مبارزې غوښتنه سوې ده.

په ملگرو ملتونو کي د روسيې سفير ويتالي چورکين د چهارشنبې په ورځ وويل چي د مسودې متن داسي تنظيم سوی دئ، چي د امنيت شورا د ټولو غړو له پاره به د منلو وي.

خو د روسيې سفير د خوش بينو خلاف د امنيت شورا ډېرو غړو له دغي مسودې سره مخالفت کړی دئ. حتي هغه بدلونونه چي روسيې په مسوده کي راوستي د امنيت شورا د غړو د رضايت سبب نه دي سوي.

د روسيې په وړانديز سوې مسوده کي راغلي دي، هغه هيوادونه چي له داعش سره د مبارزې غوښتونکي دي بايد د عراق او سوريې له حکومتونو سره خپل فعاليتونه همږغي کاندي.

يوه غربي ديپلومات په دې اړه ويلي دي، د روسيې مسوده داسي غير رښتينې تمه لري چي امريکا دي خپل هوايي بريدونه د اسد له رژيم سره همږغي کړي. غربي او عربي هيوادونه د اسد رژيم د سوريې د بحران سبب گڼي.

بريتانيا چي د امنيت شورا دايمي غړی او د ويتو حق لري مخکي له مخکي لا د روسيې له مسودې سره خپل مخالفت اعلان کړی دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل