1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له زندانه په سوونو بنديان آزاد شول

۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

عراقي پوځ د انبار په ولايت کې د داعشيانو په وړاندې په عملياتو کې په سوونو بنديان آزاد کړي دي. متحده آيالات په دې ترڅ کې د البغدادي په شمول د داعش مشرتابه په نخښه کوي.

https://p.dw.com/p/1IOdG
انځور: Reuters/A. Lashkari

د داعش ضد ټلوالې د هوايي بريدونو تر سيوري لاندې او د امريکايي ځانګړو ځواکونو په ملاتړ عراقي ځمکني واحدونو د هېواد په لويديځ کې د «اسلامي دولت» يا داعش اصلي سنګرونو ته مخه کړې ده. د هيت نومي ښار په سر په جنګونو کې بيا د پوليسو د يوه استازي، سمونوال فضل النيمراوي، په خبره عراقي ځواکونو وکولای شول چې په سوونو بنديان له داسې يوه زندانه څخه آزاد کړي چې تر ځمکې لاندې پروت وو.

د فرانسې خبري اژانس په انبار کې د يوه بل چارواکي په نقل قول سره ليکي چې د بنديانو شمېر آن ۱۵۰۰ تنو ته رسيږي چې اکثريت يې ملکي وکړي دي. ځايي چارواکو هم تاييد کړې ده چې پوځ يو «ډېر لوی زندان» نيولی دی.

داعش د بغداد په شمال او لويديځ کې پرته دغه سيمه په ۲۰۱۴ کال کې تر ولکې لاندې راوستې وه. په دې ترڅ کې حکومتي ځواکونو او د هغوی متحدينو وکولای شول چې نورې پراخې سيمې هم ونيسي. هيت او فالوجه په انبار ولايت کې تر ټولو ستر ښارونه دي چې تر اوسه لا د داعش په کنترول کې دي.البغدادي هم په نخښه کيږي

له پنټاګونه څخه د شبنې په ورځ د داعش په وړاندې نوی خبرداری خپور شو. داسې وويل شول چې لکه څنګه چې د ترهګرو مشر، اساما بن لادن، په پای کې کشف شو، همداراز به يوه ورځ د داعش مشر، ابو بکر البغدادي، هم ونيول شي.

د امريکا متحدو آيالاتو د پوځ وياند، ستيف وارن، وويل چې «موږ يې تعقيبوي او پيدا به يې هم کړو.» وارن زياته کړه چې متحدو آيالاتو د البغدادي «فکري پلار» ابو مصعب الزرقاوي، يعنې په عراق کې د القاعدې پخوانی مشر، کشف کړی او وژلی دی.

د پوځ وياند زياته کړه چې دی لا نه پوهيږي چې عدالت به يوه ورځ د «هېلفاير توغندي» يا د «زندان د يوې تيارې خونې» په بڼه تامين شي، خو دا چې د ده په خبره «موږ به البغدادي پيدا کړو او له هغه سره به حساب او کتاب وشي.»

د البغدادي په سر لس ميليونه ډالر انعام ټاکل شوی

د متحدو آيالاتو د دغه ډګروال په خبره د داعش مشر خپل وخت هم په عراق او هم په سوريه کې تېروي. په دواړو هېوادونو کې د هغه مليشه پراخې سيمې په ولکه کې لري او د هغه له خوا په اعلان شوي خلافت کې په تشدد سره حکم چليږي. د البعدادي په سر د ۱۰ ميليونه ډالرو انعام ټاکل شوی دی. د پېنټاګون يعنې د امريکا د متحدو آيالاتو د دفاع د وزارت مشر، اشتون کارتر، يوه اوونۍ مخکې ويلي ول چې امريکايي ځواکونه د داعش مشرتابه «په سيستماتيک ډول» له منځه وړي. په دې ترتيب په دې وروستيو کې د مليشې څو تنه کليدي کسان ووژل شول.

ابوبکر او البغدادي د داعش نومي وسله والې ډلې مشر
ابوبکر او البغدادي د داعش نومي وسله والې ډلې مشرانځور: picture-alliance/dpa