1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له درو غړو سره د آلماني خبريال مرکه

۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

د آلمان د شپېگل انلاين يو خبريال حسنين کاظم، په استانبول کي بريالی سوی چي د داعش له درو غړو سره تليفوني مرکه وکړي. دغو درو ځوانانو چي يو افغان، يو بلجيمی او بل تونسی دئ خپلي عقيدې او نظرونه بيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HPWY
انځور: picture-alliance/AP Photo

د شپېگل انلاين يو خبريال بريالی سوی دئ چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له دغو درو جنگياليو سره چي د ترکيې او سوريې په سرحدونو کي دي تليفوني خبري وکړي. له دوی څخه يوه ئې ويلي دي چي ډېر «بختور» دئ چي آلمان هم د سوريې په جنگ کي ورگډ سوی دئ.

د داعش دغه تونسی غړی چي ۲۰ کلن دی يو کال کيږي چي له دغي تروريستي ډلي سره يوځای سوی دئ. هغه په استانبول کي د شپېگل انلاين خبريال ته ويلي دي: «آلمان اوس رسماً زموږ دښمن دئ.» هغه ادعا کړې ده: «آلمان له اسلام سره مخالفت لري. هر څومره ډېر هيوادونه چي جنگ ته راداخليږي زموږ وضعيت ورسره بهتره کيږي، ځکه په اصل کي يوازي دوه اړخه سته: مسلمانان او کفار.»

يو ۲۵ کلن افغان چي له تروريستي ډلي «اسلامي دولت» سره يوځای سوی دئ هم ئې د شپېگل خبريال ته ويلي دي: «يوازي د اسلامي دولت خلافت د يوه رښتني اسلام استازيتوب کولای سي او له نورو هغو رقيبو ډلو سره بايد د غربي کفارو په شان مبارزه وسي.»

«موږ کولای سي ووژني خو باورونه مو نه»

له دريم افراطي سره چي شپېگل انلاين بريالی سوی خبري وکړي يو ۲۹ کلن بلجيمی دئ. هغه خپله عقيده داسي بيان کړې ده: «په پاريس کي تر بريدونو وروسته غربيان وحشيان سول. په بروکسل کي ژوند څو ورځي فلج او بيره کي وو. ډېرو هيوادونو د سوريې سياست په برخه کي اختلافات پيدا کړل. ترکيه او روسيه د يوه جنگ په درشل کي دي. په فرانسه کي ښی اړخي پياوړي سول.»

هغه زياته کړې ده: «مسلمانان اوس د کافرانو دښمني احساسوي. دا کيدای سي پر مسلمانانو باندي له يرغلونو څخه وليدل سي. خو موږ بريالي کيږو.»

شپېگل انلاين په خپل راپور کي ليکلي دي چي د «اسلامي دولت» موخه نړۍ پر دوو برخو وېشل دي. نړۍ پر مسلمانانو او کفارو وېشل دا د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» موخه ده.

دغه بلجيمي جنگيالي ټينگار کړی دئ: «موږ به ووژني خو زموږ باورونه نابودولای نه سي.»

خو د شپيگل انلاين د راپور له مخي دغه تروريستي ډلي اوس په عراق او سوريه کي ځيني سیمي له لاسه ورکړي چي اشاره ئې د عراق سنجار سيمي ته کړې ده. دغه سيمه کردي ملېشو د روان کال د نوامبر مياشتي په منځ کي له داعش څخه بيرته ونيوله.