د دارفور ياغيانو ۴۹ تنه تښتول سوي سوله ساتونکي آزاد کړل
۱۳۹۰ اسفند ۲, سهشنبهاعلان
د سوډان په بحراني سيمه دارفور کي د يکشنبې په ورځ د ياغيانو له خوا د ملګرو ملتونو ۴۹ تنه سوله ساتونکي تښتول سوي عسکر بيرته آزاد سوي دي. خو د دوی سره درې تښتول سوي سوډانيان لا تر اوسه پوري نه دي راخلاص سوي.
ويل کيږي چي پر دې څیړنې روانې دي چې آيا هغوی خو به د سوډان د استخباراتو غړي نه وي. د ملګرو ملتونو وياند ويلي دي چي دغه درې سوډانيان، په سيمه کي د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو په څیر په ماموريت بوخت وو.