د خپلواکۍ جشن د ناولو بریدونو تر سیوري لاندي
۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبهد ملي آرمان ورځپاڼي نن «شنبه» د اګسټ میاشتې د شلمې نیټي په ګڼه کې په بریتش کانسل باندي د تیري ورځي د ډلیز یرغل په اړه بیلا بیل مطالب خپاره کړي دي.
ورځپاڼه لیکي چې طالبانو په خپل دغه جنایت کارنه عمل سره د افغانانو د خپلواکۍ جشن په ویر بدل کړ او یو شمیر کورنۍ یې د خپلو عزیزانو د غم په ټغر کینولي.
د ورځپاڼي په لیکنه چې د دغسي ړندو بریدونو ډیری قربانیان بي ګناه افغانان دي هغه چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د روژې په مبارکه میاشت کې سهار وختي له کورونو را وزي.
ملي آرمان ورځپاڼه د خپلواکۍ د جشن لپاره د پراخو امنیتي تدابیر د نیولو سره سره د دغسې پیښو رامنځ ته کیدل د افغان او بهرنیوځواکونو تر منځ د لازمې همغږۍ نه شتون او ښار ته د ترهګرو په را ننوتو کې د امنیتي ارګانونو د پاتي راتگ بیلګه بولي.
همدا راز له کابل څخه د ماندګار په نامه یوې پرحکومتي منتقدې ورځپاڼي هم د کابل د پرون ورځي د بریدونو په باب بیلا بیلي لیکني خپري کړي دي.
ورځپاني په کابل کې د بریټانیا د سفیر، ویلیم پیتي، هغه څرګندوني په زیږو کرښو کښلي چې وایې، د بریټانیا پر اهدافو باندی دغه ډول بریدونه به دوي له افغانانو سره له مرستي را و نه ګرزوي او هیواد به یې له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.
د ویلیم پیتي په حواله ماندګار کاږي چې په دغه برید کې د بریټانیا دیپلوماتانو او فرهنګي اتشې ته هیڅ راز زیان ندی رسیدلی او ټول سفارت ته خوندي لیږدول سوي دي.
ماندګار ورځپاڼه د دغه ډول بریدونو په مخ نیوي کې د افغان کورنیو ځواکونو په پاتي راتګ نیوکه کوي او هغه د مرکزي حکومت له ضعیف مشرتوب څخه زیږنده بولي.
ورځپاڼه له حکومت څخه غواړي چې د دغسي بریدونو له عاملینو سره باید جدي چلند وسي او که چیرته هغوي ته سخته سزا ورکړل سي نوهیڅ کله به هم کوم څوک د دغسي بریدونو تر سره کولو ته زړه ښه نه کړي.
همدا راز له کابل څخه د ویسا په نامه یوې خپلواکي ورځپاڼي هم د خپلواکۍ د جشن په هډانه کې په بریتیش کونسل باندي برید په اړه یوه تحلیلي لیکنه خپره کړي ده.
ویسا کاږي چې دغه برید په کابل کې د ولسمشر د سلاکار، جان محمد خان، پر کور او همدا راز د انترکانتیننتال پر هوټل باندي هغه برید ته ورته وو چې ګڼه مرګ ژوبله یې لرله.
د ویسا لیکوال کاږي چې ترهګر اوس په ډيره سپين سترګۍ ښارونو ته را ننوزي او پرته له دې چې مخه یې ونیول سي د د ښار په بیلا بیلو برخو کې د تلاشۍ له پوستو تیریږي او خپلو موخو ته ځانونه رسوي.
د انیس په نامه حکومتي ورځپاڼي بیا د کورنیوچارو د وزارت د ویاند له خولې خبرورکړی چې ډیر ژر به ښارونو ته د ترهګرو د رانوتو د مخ نیوي پر لارو چارو او همدا راز د بهرنیو دفترونو او سفارت خانو د خوندي ساتلو پر تدابیرو بیا کتنه وسي.
صدیق صدیقې د انیس ورځپاڼي ته ویلي چې دغه بیا کتنه به د بریټانیا پر کونسلګرۍ د تر سره سوي برید د پایلو تر روښانه کیدو وروسته وشي.
له کابل څخه یوې بلي خپریدونکې ورځپاڼي راه نجات بیا د یو شمیر هغو افغانانو نظرونه خپاره کړي چې په کابل کې یې د تیري ورځي پیښه په کلکو الفاظو غندي ده.
راه نجات د یو شمیر خلکو په حواله کاږي چې دغسي بریدونه نه یوازي دا چې ترهګر خپلو موخو ته نسي رسولای بلکې د هغوي پر وړاندي د ولسونو د قهر او غضب د پاریدو لامل ګرزي.
راه نجات د ولسمشر کرزي هغه پیغام هم خپورکړی چې یاده پیښه یې غندلي او هغه یې د افغانانو او د نړۍ د نورو آزادو ولسونو د ګډ غلیم کار بللی.
وروستۍ شمیرې ښیې چې د بریټانیا په کونسلګرۍ باندي د تیرې ورځي په برید کې د وژل سویو کسانو شمیره لس او د ټپیانو ۱۵ ته لوړه سوي چې غوڅ اکثریت مړي د افغان امنیتي پرسونل دي
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش