د خيبر په اجنسي کې تېره شپه ٢٠ تنه وژل شوي
۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبهاعلان
نښته د لښکر اسلام او قومي وسله والو تر منځ پرون د چهارشنبې په ورځ پيل او تر نن سهاره پورې لا روانه وه.
د جيو خبري چنل بيا دا خبر خپورکړی، چې دواړو اړخونو يو د بل پر مورچلو باندې د راکټو او هاوانو ډزې کړېدي. لښکر اسلام د منگل باغ ملا تر مشرتابه لاندې دئ، څوک چې د سني مسلمانانو د ديوبندي له اړخه نه راځي او د طالبانو مشرتابه هم له همدې څانگې سره اړوند لري.
د دې جگړو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانسپورتي لاره هم بنده وه.