د خوي تاریخي بازار
د خوي ښاره بازار د ایران یو له تاریخي بازارونو څخه دی، چې د اړتیا د وسایلو او د دغه ښار پر سوغاتونو سربیره د سیلانیانو له پاره هم په یوه زړه ځای دی. انځورونه ئې دلته کتلای سئ:
د ایران خوي ښار تاریخي بازار د صفوي دورې څخه پاتې دي، چې پخواني تاریخي ځایونه لري.
د دغې سیمې په لاسي صنایعو کې د قالین اوبدل، گلیم اوبدل، د وړیو لاسي صنایعې او پر نورو سربیره او همداشان کلالي شامله ده.
خوي د ایران د آذربایجاني ښارونو له ډلې ستر او مهم ښار گڼل کیږي.
په اوسني وخت کې دغه بازرا له څو اړخونو د سرپټو بازارونو، سرایونو او څلورو لارو څخه جوړ شوی دی.
د خوي په بازار کې د خوراکي توکو د پلورلو یوه څنډه
د دغه بازار زیاتره برخې د عباس میرزایي قاجار او د امیر احمد خان دنبلي په دستورد قاجاریانو په اوله دوره کې جوړې شوي دي.
د خوي په بازار کې بېلا بېلې مسالې
د خوي بازار د نورو بازارونو په څیر د بیلا بیلو شغلونو کوڅې لري چې د همدغو شغلونو په نومونو یادیږي، لکه د آهنگرانو بازار، د زرگرانو بازار او یا هم د فرش پلورونکي بازارونه.
د ایران دودیزه شورا چې د دیزي، په نامه یادیږي.
له دې سره سره چې د دغه بازار ډیرې برخې له خپل اولنې حالت څخه اوښتي دي، خو دغه پاتې بازار ډیر ارزښت لري او په مجموع کې د معمارې له نظره متناسب دی.
بازار قدیمی خوی متعلق در فهرست آثار ملی به ثبت رسیده است.