1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خونړۍ يرغمل نيوني پای

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه

د الجزاير په دښت کې د يرغمل نيونې پېښه پای ته ورسېده. خو پايله يې ښه نه ده: لږ تر لږه ۵۵ انسانان وژل شوي دي او يو شمېر کارکوونکي لا تر اوسه ورک دي.

https://p.dw.com/p/17Njw
انځور: picture-alliance/dpa

د الجزاير ځانګړو ځواکونو د «عين امېناس» د ګازو د اخراجولو پر کمپنۍ باندې بريد کړی دی چې د دولتي «آي پي اس» خبري اژانس په حواله ټول۱۱ تنه يرغمل نيونکي وژل شوي دي. ۷ تنه برمته شوي کسان هم وژل شوي دي، چې ښايي د آزادولو تر هڅې مخکې د شنبې په ورځ د تندلارو له خوا وژل شوي وي.

د حکومت د څرګندونو له مخې ټول ټال ۲۳ تنه يرغمل شويو او ۳۲ تندلارو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو ارقام ضد و نقيض دي. دا چې ډېر خلک لا ور ک هم دي، نو کېدای شي چې د قربانيانو شمېر لا پسې لوړ شي. ۶۸۵ الجزايري کارکوونکي او ۱۰۷ بهرني کسان آزاد شوي هم دي.

اطلاعات تر اوسه پورې ضد ونقيض دي، ځکه چې د ګازو کمپنۍ په يو لوی دښت کې پرته ده. له دې کبله د ټولو پېښو او د وژل شويو کسانو د تابعيت په اړه لا موثق معلومات په لاس کې نشته. ډېره څرګنده خبره دا برېښي چې بهرنيان به هم د قربانيانو په ډله کې وي. د لويې بريتانيې لومړي وزير ديويد کامرون وويل، چې دی د پنځو تنو بريتانيانو ژوند ته اندېښمن دی چې درک يې تر اوسه پورې نه دی معلوم. د ناروې د «ستاتويل» په نوم د انرژۍ شرکت مشر، هېلګه لوند، وويل چې د هغه پنځه همکاران چې ټول نارويږيان دي، په الجزاير کې ودرک شوي دي.

ده وويل چې دوی ځانونه «منفي خبرونو» ته چمتو کوي او زياته يې کړه: «هغه انسانان چې موږ ورسره خبرې وکړې، له ډېرو حيرانوونکو ناوړو پېښو څخه خبرې کوي.»

برمته شويو خلکو ته بمونه ورپه غاړه کړل شول

داسې ښایي چې اردو په خپل اقدام سره غوښتل د دې مخه ونيسي چې په القاعدې شبکې پوري تړلو ترهگرو، غوښتل دغه صنعتي سیمه په بشپړه توګه والوځوي.

د الجزاير د دولتي شرکت «سوناتراش» د څرگندونو له مخې د تصفيې ټوله صنعتي سيمه په ماينونو پوښل شوې ده چې د شنډولو چارې يې اوس پيل شوې دي. يوه يرغمل شوي نفر وويل، د دې له پاره چې هغوی د تېښتي هڅه ونه کړي نيول شويو کسانو ته بمونه ورپه غاړه شوي ول.

امنيتي ځواکونو د درنو ماشينګړو تر څنګ لاسي بمونه، توغندي او راکټ ويشتونکي هم نيولي دي. تندلارو اسلامپالو، چې په ډېر احتمال سره د القاعدې له تروريستي ډلې سره تړاو لري، دغه صنعتي پارک چې د يو دښت په منځ کې موقعيت لري، د چهارشنبې په ورځ نيولی وو.

هغوی د فرانسې له خوا په مالي هيواد کې د نظامي مداخلې پای ته رسېدل وغوښتل. يوه ورځ وروسته د الجزاير اردو اقدام وکړ، چې د شنبې په ورځ يې بالاخره يرغل کوونکي له منځه يوړل. د الجزاير دولتي خبري اژانس خبر ورکوي چې سرتېرو خپل بريد هغه وخت پيل کړ چې تندلارو ۷ نور بهرني يرغمل شوي کسان ووژل.

«ټوله پړه د يرغمل نيوونکو پر غاړه ده»

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند، د آزادولو د دغې خونړۍ هڅې ننګه وکړه. نوموړي وويل چې «له ترهګرو سره خبري اتري هيڅ امکان نه لري.» ځکه چې يرغمل نيوونکي د ده په خبره «ډېر ظالمانه قتلونه» کړي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د آزدولو هڅه له سختو نړيوالو نيوکو سره هم مخامخ شوې ده. د الجزاير پر چارواکو تور لګول کيږي چې د مذاکراتو هيڅ کوښښ يې نه دی کړی او د يرغمل شويو بنديانو د برخليک په اړه يې هيڅ غور نه دی کړی. دغه خبره بريتانويان او امريکايان بل ډول تعبيروي: د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د بريتانيې لومړی وزير کامرون ټوله پړه پر يرغمل نيوونکو اچوي او د ځانګړو ځواکونو هيڅ کومه تېروتنه نه ويني.

اوباما له الجزاير سره د يرغمل نيونې تر پېښي وروسته د مرستو ژمنه وکړه. د امريکا متحده ايالات، د ده په خبره هر ډول مرستې ته چمتووالی لري. دغه خبره د جمهوري رياست په يوه ويناپاڼه کې راغلې ده. اوباما دا هم ويلي چې د ناورين ټوله پړه د تندلارو پر غاړه ده. اوباما وويل، د دې له پاره چې «د ترهګرۍ غضب» په دغه سيمه کې وځپي، حکومت به يې له خپلو ملګرو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.