د خوست ځانمرگي بريد ۷۰ کسانو ته مرگ ژوبله واړوله
۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبهد پېښي يوه عيني شاهد پوليس حشمت الله دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چې ځانمرګى بريد کونکى پلى و او هغه وخت ئې ځان والوزاوه، چي د بهرنيو او افغان ځواکونو يوه پله ګزمه له سړک څخه تيريده.
د پېـښې يو بل عيني شاهد چې له نوم ښوولو ئې ډډه کوله وويل، چې په بريد کې د گڼو ملکي خلکو ترڅنگ ئې وليدل چې څو پوليس هم ژوبل شوي و او تر٧ تنو بهرني عسکر هم په وينو کې لت پت پراته ول.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو يوه وياند ويلي دي، چي په دغه پيښه کي د ناټو درې تنه سرتيري وژل سوي دي. هغه ويلي دي چي د دې پيښي په اړه نور معلومات نه لري.
د خوست ښار د بابري ګل او متون بابا په نوم د شخصي روغتونو ډاکټران وايي، چې دوى ته ٣١ ټپيان او ٧ جسدونه ور وړل شوي دي، چي څلور تنه پوليس او پاته ملکي کسان دي.
په وژل شويو څلورو پوليسو کي د خوست د پوليسو د چټک غبرګون قوماندان سمونوال مبارک شاه هم شامل دئ.
په ورته وخت د خوست د عامي روغتيا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمتزي دويچه ويله ته وويل، چې د خوست ولايتي ملکي روغتون ته٣٠ تنه ټپيان او ٣ جسدونه وروړل شوي دي، چې په ټپيانو کي دوه تنه پوليس او نور وژل شوي او ټپيان ټول ولسي وګړي دي.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ. د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي، چي بريد د دوى يوه ملګري د ځان وژونکي واسکټ په واسطه ترسره کړى دئ.
هغه ادعا کوي، چي په بريد کې ئې ٨ تنه بهرني سرتيري او د يوه قوماندان په ګډون ٦ تنه پوليس وژلي دي.
خو په افغانستان کي د ايساف ځواکونو يوه وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، چي د افغانستان په ختيځ کي د امریکا په مشرۍ د ايساف ځواکونو درې تنه سرتيري وژل سوي دي.
د فرانسې د خبري اژانس په حواله په دې سره په روان کال کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۳۴۷ تنو ته ورسېد.
تيره ورځ هم په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو يو سرتيری په دوست- دښمن بريد کي ووژل سو. په دغه پيښه کي يو ملکي او درې تنه افغان سرتيري هم ووژل سول.
په لومړي سر کي د پيښي په اړه معلومات نه ول. خو وروسته بيا وويل سول چي پيښه تر لفظي شخړي وروسته را منځته سوه.
فريدالله ظاهر/AFP/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم