د خوست په مرکز کي چڼيز عمليات پيل سوي
۱۳۹۰ تیر ۱, چهارشنبهد خوست امنيه قومندان جنرال سردار محمد ځاځي، دويچه ويله ته وويل، په دې عملياتو کي د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت سرتيري برخه لري او په وينا يې د عملياتو پرمهال به ټولي شکمني سيمي او کورونه وپلټل سي.
نوموړی زياتوي، چي دا چڼيزعمليات به تر يوې اونۍ پوري دوام وکړي او په راتلونکې کي به ورته عمليات تر ولسواليو هم وغځوي.
جنرال ځاځى زياتوي، په همدي لړ کي پوليسو تيره ورځ په خوست ښار کي لسګونه ميله هغه سپکي وسلې راټولي کړي، چي د عامو خلکو او ځينو امنيتي کسانو له لوري په ښار کي په شخصي لباس کي ګرځول کيدې.
د نوموړي په خبره چي دا عمليات دوام لري او له دې وروسته به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چي په ښار کي نا قانونه وسلي وګرځوي.
بلخوا خوست ښاريان خوښ دي او د افغان ځواکونو وروستي عمليات ګټور بولي. د دوى په خبره له دې وروسته دي بهرني ځواکونه د شپې له مخه عمليات بند کړي او افغان ځواکونه دي د عملياتو واک واخلي.
ښاريان دغه راز په ښار کي د ناقانونه وسلو ټولول ښه ګام بولي اوغوښتنه کوي، چي دغه لړۍ ته دي دوام ورکړي.
ګل احمد په خوست ښار کي د راکشي ډريور دى، نوموړي دويچه ويله ته وويل، دا ډير پر ځاى کار دى چي، په ښار کي دولت له خلکو څخه وسلې ټولوي. پخوا به موږ ډير په ويره کي وو، ځينو کسانو به لوی وريښتان پريښودلي ول، ټوپک به يې مټ ته اچولى و، او په ښار کي به ګرځيدل چي دغه کار له خلکو سره هم ويره پيدا کړي وه.
د خوست مرکز اړوند د کاروان سراى سيمي اوسيدونکي ٢٥ کلن عصمت الله بيا دويچه ويله ته وويل، موږ په دې خوښ يو، چي اوس افغان ځواکونه د ورځي له مخي په کورونوعمليات کوي، ټول خلک د دې هر کلى کوي. نوموړى وايي، افغان عسکر زموږ سيمي ته راغلي و، په ډير ښه چلند يي زموږ د سيمي کورونه تلاشي کړل، موږ غواړو چي نور بهرني ځواکونه د خلکو کورنو ونه پلټي.
د افغان ځواکونو له لوري د خوست په مرکز کي وروستي چڼيز عمليات او له ښار څخه د ناقانونه وسلو راټول په داسي مهال پيليږي، چي په دې وروستيوورځو کي د خوست په ښار کي بمي چاودني زياتي سوي دي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل