د خوست نني جمعه په غم بدله شوه
۱۳۸۹ بهمن ۲۹, جمعهد خوست د امنيي قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحق زي د آلمان غږ راډيو ته وويل چي په دي حمله کي «اته» تنه وژل شوي دي، د هغه د وينا له مخي په وژلو شوو کسانو کي يو پوليس او نوري ملکي خلک دي. هغه وويل په وژلو شووکي دوه ښځي هم شاملي دي.
اسحق زي زياته کړه: « بريد کونکو د تويوتا له يو موټر څخه کار واخيست تر څو د خوست په ښار کي د پوليسو پر يوي پوستي حمله وکړي.»
هغه د آلمان غږ راډيو ته نن سهار له پيښي څخه لږ وروسته وويل چي د لومړيو معلوماتو له مخي د ټپيانو شمير تر 32 پوري رسيږي. هغه وويل په ټپيانو کي دوه پوليس او پاتي ټول ملکي خلک دي
د خوست د عامی روغتيا د دفتر يو مسوول، امير باچا منګل رسنيو ته وويل چي د هغه د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري د حملي له امله نهه تنه کسان مړه شوي دي او 40 نور ټپيان دي. د مرګ ژوبلو دقيق معلومات تر اوسه پوري په بشپړه توګه معلوم نه دي .
جنرال اسحق وويل چي دحملي تر شا د افغانستان«ويني زبيښونکي دښمنان» ولاړ دي. کله چي د امنيي له قوماندان څخه پوښتنه شوه چي مقصد يي له «دښمنانو» څخه څوک دي، هغه په ډير قهر سره « طالبان» او د هغوي مشر ملا محمد عمر ګرم وګڼل.
له خوست څخه د فرانس پرس د خبري آژانس په رپوټ کي راغلي دي چي طالب اورپکو د دغي حملي مسووليت په غاړه اخيستي دي. په سيمه کي د فرانس پرس د خبري آژانس يو خبريال وويل چي د پيښي پر ځاي کي مړي او ټپيان وليدل چي په سړک کی پراته وه.
خوست له ګاوندي هيواد پاکستان سره ګډه پوله چيرته چي ويل کيږي د هغوي ياغيانو پناه ځايونه دي چي د افغانستان په دننه کي د افغان حکومت او د ناتو تر مشري لاندي د نړيوالو ځواکونو پر ضد جګړه کوي.
په 2009 کال کي خوست کي د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي اداري ، CIA په کار کونکو باندي يوه خونړي حمله شوه چي اته تنه يي ووژل شول. په خوست کی د متحده ايالاتو د ځواکونو يوه ستره اډه پرته ده.
د خوست نني پيښه يواځي دري ورځي وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي د افغانستان په پلازمینه کابل کی د دوشنبی په ورځ په یو سوپر مارکيت کي په يو ځانمرګي بريد لاس پري شو. د زور زياتو دا پيښي په داسي وخت صورت نيسي چي د افغانستان حکومت د خپلو وسلوالو مخالفينو سره، د چارواکو د وینا له مخی، په پټو خبرو اترو بوخت دی.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي : بريښنا صابر