1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست علما: نور به د سولي د پاره د ممبر څخه تبليغ پيل کړو

۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبه

د خوست ولايت لسګونه ديني عالمانو په يوه لويه غونډه کي دسولي د روان بهير څه غوڅ ملاتړ اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/ODnZ
د ځايي مشرانو غونډه
د ځايي مشرانو غونډهانځور: AP

په غونډه کي د هغه ولايت د بيلا بيلو سيمو ديني عالمانو د يو شمېر مدرسو خطيبانو او د ولسي جرگې استازو برخه درلوده.

دغونډي ګډونوالو ويل چي دوۍ به د سولي د راوستو دپاره هغه څه چي د دوۍ په وس کي وي ترسره کړي او هم به د خپلو ممبرونو د لاري دسولي دپاره تبليغات ترسره کړي.

په ولسي جرګه کي دخوست د خلکو استازى مولوي حنيف شاه حسيني د سولې په بهير کي د ديني عالمانو پر رول ټينګار کوي.

نوموړى وايي په تېرو اتو کالونو کي تش په نامه دسولي او روغي جوړي خبرې کيږي. د هغه په خبره دديني عالمانو دملاتړ پرته دسولي خبري نا شوني دي.

د سولي د روان بهير څخه د ديني عالمانو ملاتړ په خوست کي د عامو خلکو سره خوشبيني پيدا کړي.

د هغوئ په خبره چي،ديني عالمان دخلکو په منځ کي ډېرمهم ځاى لري او خلک ورته دقدر په سترګه ګوري.

د ځايي اوسېدونکو په خبره که دديني عالمانودغه ملاتړ رښتينى وي نو تر ډېره دا ډاډ سته چي په هيواد کي به تلپاتې سوله راسي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل