1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست او گردیز پر لویه لار مظاهره وشوه

فرید الله ظاهر/خوست۱۳۹۲ آبان ۴, شنبه

د پکتيا ولايت د دريو ولسواليو شواک، ګردې څيړۍ او وزي اوسيدونکو د هغه څه له امله لاريون وکړ چې په وينا يې د خوست او گردیز لويه لاره تر اوسه پخه شوې نه ده. لاریون کوونکو دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

https://p.dw.com/p/1A6gH
انځور: DW/F. Zahir

لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که دولت يې غوښتنې ونه مني او ژر تر ژره د دې لارې پاتې برخې د جوړیدو چارې بشپړې نه شي، نو په ورځو ورځو به دغه لويه لاره د ترافيکو پر مخ وتړي.

د پکتيا د ځدراڼ ميشتو ولسواليو اوسيدونکو د دغه لاريون په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د ګردېز او خوست تر منځ د لوی لارې چارې دې ګړندۍ شي. په دغه لاريون کې چې د وزې ځدراڼو، ګرده څيړۍ او شواک ولسواليو قومي مشرانو او ځوانان چې شمير یې لسگونو تنو ته رسيده د ګردېزـ خوست لاره د دوو ساعتونو له پاره د موټرو په مخ بنده کړې وه.

لاريون کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې د پکتيا سيمه یيزه اداره او د ټول ګټو چارو رياست په فساد او ټګۍ تورن کړ او ویې ويل چې د تېرو اوو کلنو په ترڅ کې دغه اداره پر دې نه ده توانيدلې چې د يادې لارې د پخيدو چارې بشپړي کړي.

د وزې ځدراڼو د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رئيس حاجي ناديم خان وويل: «له تېرو څو کلنو راهیسې يې د ټول ګټو چارو رياست او ولايتي اداره خلک په يوه او بله بهانه تېر باسي او د سړک چارې نيمگړې پاتې دي، حال دا چې د سړک امنيت په بشپړ ډول نيول شوی دی.»

د پکتيا د ټول ګټو چارو رئيس انجينر عبدالله دراني، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل، چې دوی يوازې د يادې لارې د جوړيدو چارې څاري او نور کارونه يې د امريکا د پراختيايي ادارې USAID او د المشرق په نوم د قراردادي شرکت له لوري پر مخ وړل کيږي، چې په وينا يې د سړک پاتې چارې به په نزدې راتلوونکي کې بشپړې شي.

دغه لويه لاره ۱۱۰ کيلومتره اوږدوالی لري او د دغه لارې جوړیدو ته نزدې ۱۱۰ ميلیونه امريکايي ډالره بیل شوي وو چې تړون يې په لومړي سر کې د ولايتي بيارغاونې د ډلې او (L.B.G) په نوم د هندي شرکت تر منځ لاسلیک شوی وو خو نوموړي شرکت خپل کار نیمګړی پریښود.

له هغې وروسته د دغه سړک د جوړویدو تړون د المشرق په نوم افغاني شرکت سره لاسلیک شو. د المشرق شرکت هم د دريو کلنو په ترڅ کې پر دې ونه توانيد چې د سړک چارې بشپړې کړي.