1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کې اصلاحات څرنگه ممکن دي؟

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ مرداد ۱۰, شنبه

د ټاکنو اصلاحاتي کمېسیون به د درې میاشتو په اوږدو کې ځینې قوانین او اصلاحات رامنځته کوي خو د دغه کمېسیون مشر وايي هغوی به په یوه میاشت کې د لنډ مهاله اصلاحاتو په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي

https://p.dw.com/p/1G8Pu
د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې باید اصلاحات رامنځ ته شي
د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې باید اصلاحات رامنځ ته شيانځور: Reuters

تر لس میاشتني ځنډ وروسته اوس د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د خپل کار پیل په لمړنۍ اونۍ کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په موخه د ټولنې د بېلابېلو قشرونو نظرونه راغونډوي.

دغه کمېسیون له یوې خوا د نظریاتو په راغونډولو او له بلې خوا د قوانینو او صلاحتیونو پر مشخصیدو بوخت دی. د قانون له مخې باید د روان لمریز کال د اوړي تر موسم وړاندې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوې وی خو د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د نه موجودیت له کبله دا ټاکنې هم تر نامالوم وخت پورې وځنډېدې.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون نن شنبه د( د اګسټ پر لمړۍ نېټه) د خپلو تېرې اونۍ پر کړنو رڼا واچوله او ویې ویل چې په تېره اونۍ کې یې شا او خوا درې سوه پاڼې رپوټونه راټول کړي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په پروسه کې به ګټه ترې واخلي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون مشر شاه سلطان عاکفي د کمېسیون له ځینو نورو غړو سره په کنفرانس کې وویل چې په تېره اونۍ کې یې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او بهرنیو مختصصینو سره کتلي او دا لیده کاته یې د اصلاح له پاره غوره وبلل.

عاکفي وايي:«د افغانستان د خلکو نظرونه به راټول کړو، خو باید ووایم چې په یوه یا دریو میاشتو کې د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه راټولو اسان کار نه دی، خو تر کومه چې موږ توانیزو هڅه به وکړو چې د افغانستان د بېلابېلو ډلو، کړیو،‌او بنسټونه نظریات راغونډ کړو. تر څو په راتلونکې کې بیا همدا خلک د قوانینو د پلي کېدو ملاتړ وکړي، پر ځان او پر نورو یې پلي کړي

کمېسیون په تېره اونۍ کې له شا او خوا ۲۰۰ کسانو سره په کابل کې کتلي او وايي چې په دوهمه اونۍ کې به د زونونو په کچه هم له خلکو نظریات را غونډ کړي.

د تیرو ټاکنو د شمیرنې یوه صحنه
د تیرو ټاکنو د شمیرنې یوه صحنهانځور: picture-alliance/dpa

د کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د راغونډو شویو نظریاتو په اړه وايي:« په دې نظریاتو کې تر ډېره د کمېسیونونو په مشرۍ کې د بدلون، د رایې ورکونې د کارتونو، ټاکنیزو حوزو او د کمېشنرانو په لرې کولو او ګورمارلو او د هغوی له خوا د ځواب ورکونې په برخه کې وړاندیزونه شوي چې موږ یې ارزوو.»

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو شخړیزو ټاکنو تر کړکېچ وروسته د ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله د هوکړې پر بنسټ رامنځته کیږي چې په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله توګه به ټاکنیز اصلاحات رامنځته کړي.

عاکفي وايي اوس یې ټول تمرکز پر لنډ مهاله اصلاحاتو دی تر څو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو له پاره ټاکنې تر سره کړي.

هغه وویل:« موږ اوس ټول امکانات دې ته وقف کړي چې لنډ مهاله اصلاحات رامنځته کړو، ځکه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې چې ټاکل شوې د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای ترسره شي پاته دي، نو وخت ډېر تنګ دی او کمېسیون به ټول امکانات په کار واچوي

له بهرنیانو سره لیدنه کتنه

دغه کمېسیون د تخنیکي او مسلکي مرستو د جذب له پاره له ځینو بهرنیو متخصصینو او هیوادونو له استازو سره هم کتلي دي چې له ډلې څخه یې تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر بارک اوباما له ځانګړي استازي سره کتنه یادېدلی شي.

کمېسیون وايي دا چې اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي ادارې د ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د ځنډ له کبله خپلې مرستې بندې کړې هغوی به یې بېرته د راجلبولو هڅې وکړي.

دوی وايي په تخنیکي او مسلکي برخه کې به د هغوی نظریات راټول او د مالي مرستو د جلب موضوع به هم ورسره یاده کړي. ځکه افغانستان نه شي کولی په خپلو امکاناتو او بوديجه ټاکنې تر سره کړي.

د ټاکنو د قانون پر بنسټ د کمېشنرانو ګومارنه یوازې د ولسمشر صلاحیت دی چې په وار وار دا ماده له نیوکو سره مخ شوې. اوس مهال د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون هم وايي هڅه به وکړي چې د کمېشنرانو د ګومارنې صلاحیت له ولسمشر او اجراییه ریاست څخه واخلي.