''د خرې شیدو ته تقاضا ډیره شوې''
۱۳۹۵ آذر ۲, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس په حواله د دغه حیوان شیدو ته د تقاضا زیاتیدو له کبله د خرو نسل یو نوی ژوند ترلاسه کړی. له څه مودي راهیسې په دغه سیمه کې د خرو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی وو. د دغه حیوان د شیدو رانیوونکي او پلورونکي وایې چې د خرې شیدې د انسان روغتیا ته ډیره ګټه رسوي.
د یادونې وړ ده چې د سربستان خلک هم د خرې شیدې خوښوي. هلته د خرې له شیدو څخه جوړ۵۰ ګرامه پنير شاوخوا ۴۸ يورو بيه لري. دا د نړۍ قیمتي پنیر کڼل کیږي.
په مونټینیګرو کې د خرو د فارم څیښتن ډارکو سویلجک، وایې :«دا شیدې د انسان د جلد(پوستکي) له پاره ډیري ګټوري دي او د دغو شیدو په استعمال سره د مختلفو ناروغیو مخه نیول کیږي.»
ډارکو وایې چې هره ورځ د دغو شیدو لږ مقدار استعمال د سالنډۍ (نفس تنګۍ) د ناروغۍ په ختمولو کې مرسته کوي. ډارکو زیاتوي چې له خرو څخه داسې شیدۍ نه ترلاسه کیږي لکه څنګه چې د غواګانو او میښو څخه تر لاسه کیږي. دغه حیوان ډیري لږ شيدې کوي.
د ویلیریا مرکووک، پنځه کلنه لور څو ډوله الرجي یا حساسیت لري چې د شپې له خوا د سا اخیستلو په برخه کې ستونزه لري. مرکووک، د دغه هیواد له پلازمېنې څخه لیري د خرو له فارم څخه د خپلې لور له پاره شیدې رانیسې. هغه د فرانسې خبرې آژانس ته وویل چې د دغو شیدو له استعمال سره یې د لور وضعه ښه شوې ده.
د ټکنالوژۍ په برخه کې د سائپرس یونیورسټۍ اسستان پروفیسر پهوتیز پاپادیماس، په خبره لیدل کیږي چې د خرې شیدې د هغو کسانو له پاره ګتور دي چې د بدن مدافع سیستم یې کمزورۍ وي. په دې برخه کې ډیر قوي شواهد نه دي موجود خو بیا هم ويلای شو چې د خرې شیدې ډیري گټوري دي.
په ۲۰۱۰ م کال کې په مونټینیګرو کې د را ټول کړل شوو اعدادو له مخې په دغه هیواد کې ټول ټال ۵۰۰ خره موجود ول. د ډارکو په خبره د هغې له جملې څخه یوازې ۱۵۰ یې پاته شوي ول.
نوموړي د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي :«درې لسیزې مخکې په مونتينيگرو کې خره روزل کیده، خو د وخت له تیریدو سره د هغه ځای نورو څارویو ونیو.»
ډارکو هیله مند دی چې د دغه حیوان په هکله د خلکو په عامه پوهاوي کې له زیاتوالي سره به د خرو ژوند وژغورل شي.
نور مطالب: