د خدای په امان ، بارک اوباما
دا د دوستانو ترمنځ خدای په اماني ده: اوباما، جرمني ته د ولسمشر په توگه په خپل وروستي سفر کي، له صدراعظمي میرکل سره مخه ښه وکړه. دلته به، آلمان ته د هغه د سفر یو څو مایوسانه انځورونه وگورو:
اپریل ۲۰۱۶: د صدراعظمې میرکل تر تاثیر لاندي
میرکل د یوې نمونې په توگه: د کډوالو د بحران پر وړاندي د میرکل له دریځ څخه اوباما ډير تر تاثیر لاندي راغلی. د هانور نندارتون د لیدلو پرمهال اوباما په یوه احساساتی وینا کي د اروپایانو وجدان ته اشاره وکړه او وې ویل،«میرکل په اطمینان سره موږ دې خبري ته متوجه کړو چي اجازه نه لرو له هغو کسانو څخه مخ واړوو چی زموږ مخی ته ولاړ دي او مرسته راڅخه غواړي.»
جولای ۲۰۰۸: د پاپ د موسیقۍ ستوری اوباما
په امریکا کي د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کی لا اوباما د سناتور په توگه برلین ته راغلی وو. د برلین د آزادۍ د څلې مخي ته ۲۰۰ زره کسانو د هغه داسي هرکلی وکړ لکه د پاپ موسقۍ ستوری. خو میرکل، د براندنبورگ دروازې مخي ته د هغه د وینا کولو مخنیوی وکړ.
اپریل ۲۰۰۹: د یوه جذاب او محبوب کس راښکاره کیدل
اوباما له میرکل سره تر یوه مطبوعاتي کنفرانس وروسته په آلماني ژبه مننه وکړه او په انگلیسي یې زیاتره کړه چي: «زما آلماني متاسفانه دومره ښه نه ده لکه د میرکل.....» د «انگلیسی» د لغت د ویلو څخه یې ډډه او یوه کراره زمزمه یې وکړه. میرکل هم زړه نازړه موسکۍ سوه. دغه ډول صحنه، آلمان ته د امریکا د هر ولسمشر په لومړي سفر کي عادي سوې ده. هغه د ټولو په زړه کي ځای ونیو.
جون ۲۰۰۹: دلته یې تود هرکلی نه کیږي
په بوخین والد کي د یهودانو د ډله ایز لاگر لیدنه د واشنگتن څخه راغلی دغه میلمه ته زړه بوږنوونکې وه. اوباما په زهیر ږغ وویل چي «دغه ځای اوس هم خپل وحشت له لاسه نه دی ورکړی» او زیاته یې کړه: «د طبیعت دغه ډول ښکلا او د نوموړي لاگر وحشت». د درسدن د ښځو په کلیسا کي بیا میرکل او اوباما په گډه دوعا وکړه. په آخره کي یې د رام شتاین امریکايي پوځي اډې لیدنه وکړه.
جون ۲۰۱۳: دوستانه ښه راغلاست
د دوستانو په منځ کي سړی باید تشریفاتي نه وي، هغه د براندنبورگ په دروازه کي په داسي حال کي چي د تودوخې درجه ۳۵سانتی گراد وه، کرتۍ وکښل او وینا ئې وکړه. په هغه ځای کي چي له پخوا څخه یې هیله درلوده. میرکل او اوباما هم نظره سول. خو مخکي تر دې یې اړیکي یو څه ترینگلي سوي وې. هغه هم د استخباراتو د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن د اسنادو تر بربنډولو وروسته.
جون ۲۰۱۵: څومره یو ساعتتیره کس
د ایلماو د ماڼۍ مخي ته چیري چي د جی اوه غونډه پلان سوې، اوباما د بایرن د خلکو په یوې عنعنوي میله کی د آلمانانو له مېلمه پالني سره مخامخ کیږي. د محلي نڅاوو او موسیقۍ په منځ کي د بایرن د مخصوص خوراک او څښاک څخه هم خوند اخلي.