1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبرو له لارې د سورې د جګړې د ختمولو هڅې

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کیري، غواړي د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د خبرو اترو له لارې د سوریې د جګړې د حل لارې موندلو هڅه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد پاڅون کوونکي په جګړه کې د بریالیتوب خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/17dqr
انځور: picture-alliance/dpa

جان کیري په واشنګټن کې له خپل اردني سیال ناصر جوده، سره تر لیدنې وروسته وویل چې هغه د سوریې د کړکیچ د سوله ییز حل له پاره ځینې وړاندیزونه لري چې غواړي په فبروري میاشت کې اروپا او نزدې ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې یې مطرح کړي.

د کیري په خبره اصلي هدف دا دی چې د خبرو په پایله کې د حل یوه لاره وموندل شي ترڅو تاوتریخوالي او د واک تشې ته د پای ټکی کیښودل شي. هغه وویل: «دغه کار کیدای شي چې ناممکنه وي.» خو کیري ټیګار وکړ چې امریکا د سوریې د خلکو پر وړاندې مسوولیت لري او باید د یوې دیپلوماتیکې حل لارې د موندلو له پاره خپلې ټولې حلې ځلې وکړي. کیرې د خپلو وړاندیزونو په اړه نور جزییأت ور نه کړل.

په همدې حال کې جان کیري پر دې خبره باندې ټیګار وکړ چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد، باید له خپلې دندې ګوښه شي. هغه وویل چې نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې اسد پر «عام وژنو» سربیره په واک کې پاتې شي. کیري وړاندې وویل: «زه باور لرم چې داسې ډیرې لارې شته چې موږ کولای شو له هغوی څخه د اسد د فکر او پلانونو د بدلولو په موخه کار واخلو.»

په حلب کې سخته جګړه

دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د بیلابیلو ډلو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده. په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان، د حلب په هوايي دګر او په دوو نورو هوايي اډو کې د سختو نښتو خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان په خبره د دغو دوو اډو له ډلې څخه یوه یې د حلب د هوایي ډګر د امنیت نیولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې «څه نا څه په بشپړه توګه» د یاغیانو تر کنترول لاندې راغلې ده. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله په دغو نښتو کې د سوریې د رژیم څه نا څه ۴۰ تنه سرتیري وژل شوي دي.

دغه لندن میشته سازمان د سه شنبې په ورځ د پاڅونکوونکو له خوا په حلب ښار کې د الجراح هوایي ډګر د نیولو خبر ورکړی وو. په همدې حال کې د سوریې پلازمینې دمشق، ته نزدې هم د نښتو خبر ورکړل شوی دی. د ټولنیزو فعالانو په حواله د رژیم پلوي جټ الوتکو د پاڅونکوونکو موضعګانې به نښه کړې دي.

د سوریې د کورنۍ جګړې پر تودیدو سربیره اوس هم روسیه دغه هیواد ته وسلې استوي. د روسي «روسبورون اکسپورت» شرکت مشر اناتولي ایساکین، وایي چې لا تر اوسه پورې ملګرو ملتونو له سوریې سره د وسلو په برخه کې معاملې نه دي منع کړي.

ایساکین ویلي دي چې روسیه پر سوریې باندې دفاعي تسحیلات پلوري. هغه ټینګار کړی دی چې مسکو پر دمشق باندې تحاجمې وسلې لکه ټانک او څرخې الوتکې نه پلوري.

روسیې او چین تر اوسه د امنیت په شورا کې د سوریې پر ضد د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده. مسکو اوس په نړۍ کې د سوریې د رژیم له مهمو ملاتړکوونکو څخه بلل کیږي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر اوسه پورې د سوریې په دوه کلنې جګړه کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.