1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خاصو ځواکونو قوماندان: د شپې عمليات ډير ارزښتناک دي

۱۳۹۰ آذر ۲۱, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د ځانگړو ځواکونو قوماندان، چا چي د بن لادن د وژني عملياتو لارښوونه هم کړې وه، په افغانستان کي د شپې له خوا عملياتو ملاتړ کوي. خو افغانان او ولسمشر کرزی ددغه ډول عملياتو سخت مخالف دي.

https://p.dw.com/p/13RC8
په هلمند کي د کورونو تلاښي
په هلمند کي د کورونو تلاښيانځور: picture-alliance/dpa

د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې له خوا چاپو ته د افغانانو په منځ کي په ښه سترګه نه کتل کيږي او دغه چاپو د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د همکاريو د ستراتيژيک تړون لاسليکول له خنډ سره مخامخ کړي.

تر دې مخکي هم د افغان دولت او لويديځوالو تر منځ د شپې چاپي يوه ناندريزه موضوع وه.

د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي قوماندان، ميک راوين، د شنبې په ماښام د خبريالانو سره په يوه مرکه کي ويلي چي امريکا د شپې له خوا د تر سره کيدونکو چاپو په اړه د افغانانو د انديښنو څخه خبره ده او ددې په خاطر ئې افغان ځواکونو ته د دغه او نورو عملياتو مشري ورکړي.

Konvoi von US-Marines in Afghanistan Flash-Galerie
انځور: AP

هغه په خپلو خبرو کي زياته کړې چي زه فکر کوم چي بالاخره يوه ورځ به په دې پوه شي چي د شپې له خوا تر سره کيدونکي چاپي ډيري ارزښتناکه دي، کله چي تاسو د يو چا د نيولو هڅي کوي او هغه پټيږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار د دغو چاپو د درولو غوښتنه کړې ده. د شپې له خوا تر سره کيدونکو چاپو په اړه يوه انديښنه دا هم ده چي ملکي وګړو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي.

افغانان او جمهور رييس ئې دا خبره کوي، چي خلک تر هغه وخته ځانونه خوندي نه شي ګڼلای، تر څو چي له هغوئ سره د شپې له خوا يې پر کورونو د بهرنيو ځواکونو د چاپې ويره ورسره وي.

خو ميک راوين وايي چي د امريکا متحده ايالات د افغان دولت سره د شپې د چاپو د راتلونکي پر سر په خبرو بوخت دي.

هغه زياتوي چي تير کال د اورپکو پر ضد ۲۸۰۰ چاپي تر سره شوي دي، چي ددې څخه ۸۵ سلنه يې پرته له کوم ډز څخه پای ته رسېدلي. هغه زياته کړې چي په دغه بريدونو کي د ملکي وژنو د مرګ ژوبلي کچه يوازي يوه سلنه ده.

تيره مياشت د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا رابلل شوي دوديزي جرګې د امريکا د هغي غوښتني برخلاف، چي وايي د شپې له خوا عملياتو مشري به افغان ځواکونو ته وسپاري د ژر تر ژره درولو غوښتنه وکړه.

Afghanistan USA Armee Symbolbild Militär Flash-Galerie
انځور: AP

تر اوسه پوري دغه موضوع د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک تړون د لاسليکدو په مخ کي خنډ ده.

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير، راين کراکر، هم د شنبې په ورځ د خبريالانو سره په خبرو کي ويلي ول، چي کله دواړه هيوادونه د ستراتيژيک تړون پر سر خبرو اترو ته کښېني، د شپې عمليات به د دغه بحث موضوع وي.

د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي پوځونه افغان کوماندو او د ځايي پوليسو روزنه هم پر غاړه لري. د ځايي پوليسو د روزني موخه دا ده چي د کليو په سطحه هغوئ وکولای شي، د اورپکو مخه ونيسي.

افغان دولت پر دې هوکړه کړې چي د ۲۰۱۳م کال تر پايه ۳۰ زره ځايي پوليس و روزل شي. دغه پوليس به د افغانستان په ۹۹ سيمو کي ځای پر ځای شي.

د هغوئ ځای پر ځای کول دا معنا نه لري چي د هغه ځايه څخه به پوليس او يا اردو لري کيږي، بلکي د هغوئ سره به مرسته کوي.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل