1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حکومت د نومول شوی کابينی په هکله د ولسی جرګی رايی

۱۳۸۸ دی ۱۲, شنبه

د رايي ورکولو پروسي باندي ځينيو پارلماني غړو نيوکه وکړه او وويل چي رايي ورکول بايد ښکاره وي نه سري، ځکه د افغانستان خلک بايد پوه شي چي د هغوي پارلماني استازي کوم نومول شوي وزير ته رايي ورکوي او کوم ته يي نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/LIoq
د افغانستان ولسی جرګه
د افغانستان ولسی جرګهانځور: DW

د افغانستان ولسي جرګي نن د جمهور رييس حامد کرزي په پيشنهادي کابيني باندي وروسته له يو شخړه ايز بحث څخه راييه ورکړه. د راييو ورکولو څخه مخکي دوه موضوع شخړ ايزي وي. يو د بهرنيو چارو وزارت ته د نوي وزير نه نومول او بل وزيرانو ته د اعتماد د راييو ورکولو پروسه چي ځيني استازو د ښکاره راييو ورکولو غوښتنه وکړه، نه پټو.

د رايي ورکولو پروسي باندي ځينيو پارلماني غړو نيوکه وکړه او وويل چي رايي ورکول بايد ښکاره وي نه سري، ځکه د افغانستان خلک بايد پوه شي چي د هغوي پارلماني استازي کوم نومول شوي وزير ته رايي ورکوي او کوم ته يي نه ورکوي.

کرزي د دسمبر په پاي کي 24 وزيران ولسي جرګي ته معرفي کړل. خو د بهرنيو چارو وزارت ته نه اوسني سرپرست وزير، رنګين دادفر سپنتا او نه کوم بل څوک ونوماوه. ويل شوي دي چي سپنتا به په لندن کي د افغانستان د يو نړيوال کنفرانس تر دايريدو پوری په خپل مقام کي پاتي شي.

د ولسي جرګي په نني غونډه کي ځينو استازو ټينګار پر دي ؤ چي تر هغه پوري چي بشپړه کابينه معرفي شوي نه وي، په معرفي شوو کسانو باندي رايي ورکول هم قانونيت نه لري. د ولسي جرګي رييس محمد يونس قانون وويل چي پارلمان حکومت څخه دغه غوښتنه کړي چي د بهرينو چارو وزارت ته خپل کانديد معرفي کړي. خو تر اوسه پوري جمهور ريس خپل تصميم نه دي نيولي. قانوني له استازو وغوښتل ترڅو په دي موضوع باندي چي آيا نن د معرفي شوو وزيرانو په هکله رايي ورکول سرته ورسيږي که نه شي، دوي بايد خپله تصميم ونيسي

د ولسي جرګي د يو استازي د وينا له مخي د افغانستان په اساسي قانون کي وضحات نه دي شوي چي د حکومت د کابيني يو غړي ته علني او که سري راييي ورکړاي شي. خو د ولسي جرګي په داخلي مقرراتو کي د پټي رايي خبره ياده شوي ده، هغه څه چي ځينو يي د بدلون غوښتنه وکړه.

رمضان بشردوست د ولسي جرګي يو استازي تر ټول زيات پر ښکاره رايي ورکولو ټينګار درلود او وويل چي ولس هغه ته ډاډه من کيداي شي چي پوه شي د هغوي استازو چاته رايه ورکړي ده.

خويونس قانوني چي د غوڼدي ټول بهير يي رهبري کاوه، وويل چي دغه ډول بدلون په دغسي يوه غونډه کي امکان نه لري. هغه په استازو باندي غږ وکړ چي د خپلو «ايماني او ملي مسووليت» له مخي نن راييه ورکړي

د راييو ورکولو له پروسي سره هم د ولسي جرګي هر غړي ته د کابيني د 24 نومول شوو وزيرانو نومونه په نوبت سره وسپارل شول تر څو هريو په پټه توګه خپله موافقه، مخالفه يا مستکفه راييه ورکړي.

کرزي د دسمبر په پاي کي وروسته له دير ځنډه څخه خپله کابينه ولسي جرګي ته وړاندي کړه. که څه هم د کرزي لويديځ ملاتړ کونکو په عمومي توګه له د هغه له پيشنهادي کابيني څخه ملاتړ وکړ، خصوصا دا چي په سترو څوکيو کي لويديځ پلوي تکنوکراتان وساتل. که څه هم تر اوسه پوري حکومت په رسمي توګه اعلان نه دي چي کوم وزير د اعتماد راييه اخيستي او کوم يو نه دي اخيستي . خو د ولسی جرګی د سرچینو له مخی چی د رويتر د خبري آژآنس مخي عبدالرحيم وردک، محمد حنیف اتمر او حضرت عمر زاخیوال کانديتوب د ولسي جرګي له خوا تصويب شوي دي. د هغه خبري آژانس په رپوټ کي يادونه شوي چي څه د پاسه نيمایی کانديد وزيرانو د اعتماد رايی تر لاسه کړی نه دی. د هغوی په جمله کی د پخواني کابيني دوه نومول شوو وزيرانو، د انرژي او اوبو وزير، اسمعيل خان او د عدليي وزير سرور دانش چي په نوي کابيني کي هم دغو مقامونو ته نومول شوي ؤ، د ولسي جرګي څخه يي د اعتماد راييه تر لاسه کړي نه ده.

د کار پوهانو په نظرد حکومت په کابينه کي نه ستر بدلون ښايي د تيرو کلونو وضعيت دوام پيدا کړي.

هارون مير، په کابل کي د څيړنو او پاليسي د مطالعاتو د يو مرکز، مدير وايي ، ستره موضوع دا ده چي حکومت په ټوليزه توګه د خپل کار لپآره کومه اجندا نه لري.

که چيري د جمهور رييس کابينه په عمومي توګه د اعتماد راييه ترلاسه هم کړي، خو هغه ښايي بياهم شخړه ايزه پاتي شي.

رویتر/ عبدالباری حکيم