1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حيرتان- مزارشريف تر منځ د اورگاډی پټلۍ و ازمايل سوه

۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبه

په لومړي ځل د ا زبکستان او افغانستان له ګډي پولي څخه مزار شريف ته د اورگاډي پټلۍ تيره او په يو خالي اورګاډي سره تر آزمويني لاندي ونيول شوه. دا خبره نور ګل منګل رسنيو ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/13XEt
«په دې سره به د تجارتي مالونو ليږدول به لس برابره زيات سي»
«په دې سره به د تجارتي مالونو ليږدول به لس برابره زيات سي»انځور: AP

د اسوشيتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخي منګل وويل، چي نن چهار نشبه د اول وار له پاره يو« خالي اورګاډی» د ازبکستان له پولي څخه تير او د افغانستان په خاوره کي ئې دننه ۷۵ کيلومتره سفر وکړئ.

د اورګاډي دغه نوې پټلۍ هغه ستره پروژه ده چي له وچي سره محاط افغانستان له خپلو شمالي ګاونديو او په دې ترتيب له اروپا سره د ځمکي له لاري تړي.

که څه هم په تيره پيړۍ او وروستيو کلونو کي په وار وار هڅه شوې چي افغانستان د اورګاډو د پټليو د غځولو له لاري له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره و نښلول سي. خو د سترو قدرتونو تر منځ د سياليو او بيا وروسته د جګړو او ناکراريو له امله د اورګاډي پروژه له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

په ۱۹۸۰ لسيزه کي کله چي افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو له خوا اشغال شوی وو، دغه ډول يوه پروژه تر لاس لاندي وه، خو وروسته کورنۍ جګړو د هغې عملي کول ناممکن وګرځول.

اوس د حيراتان له بندر څخه د مزارشريف تر ښار پوري د پټلۍ غځول د جګړه ځپلي افغانستان له پاره يو زيری دئ.

د مزارشريف او حيرتان ترمنځ د اورگاډی پټلۍ
د مزارشريف او حيرتان ترمنځ د اورگاډی پټلۍانځور: AP

د ترانسپورت وزارت مرستيال، نور گل منگل وويل چي په دې پټلۍ سره به د افغانستان سوداګريزي اړيکي نه يوازي له شمالي ګاونديانو، بلکي له نورو هيوادونو سره هم پراخي شي او په اسانۍ به «د افغانستان مالونه بهر او له بهر څخه هیواد ته ولیږدول شي.»

یو شمېر کارپوهان په دې آند دي چي ښايي د اورګادی دغه پټلۍ د افغانستان په دننه کي د امريکا او متحدينو د پوځ د اکمالاتو او دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره هم د استفادې وړ وګرځي.

په واشنګتن کی د جانز هوپکينز په پوهنتون کي د منځنۍ آسيا او قفقاز د انستيتوت رييس،«فرید ستر» په نظر:«دا کېدای شي چي په راتلونکي کال کي د امريکايي سرتيرو د وتلو د پيل له پاره يوه مهمه لاره وګرځي او هم ګاونډيو هيوادونو ته د افغانستان د صادراتو له پاره زمينه نوره هم برابره کړي.»

دغه کارپوه وايي:«دا په حقيقت کي يوه ستره معامله ده. دا پټلۍ عملي او سبموليک اهمیت لري.»

په اوسني وخت کي له بهر څخه ټول مالونه چي په هغو کي د امريکايي سرتيرو له پاره سون او نور داسي اکمالات هم شامل دي د حیراتانو په بندر کي له ور ګاډی څخه کښته کيږي او بیا د لاريو په واسطه د افغانستان دننه ته انتقاليږي.

د آسيا پرمختيايي بانک چي دغه پروژه يې د ۱۶۵ميليونو ډالرو په ارزښت تمول کړې ده، يو اقتصاد پوه، جوون ميرندا وويل:

«حيرتان هغه بندر دئ چي ددوئ ډير زيات مالونه هلته کښته کيږي او بيا ددې هيواد دننه ته انتقاليږي.»

د آسيا د پرمختيايي بانګ د اټکل له مخي، کله چي له حيراتانو څخه د افغانستان دننه ته په مستقمه توگه اورگاډی ورسيږي د تجارتي مالونو ليږدول به لس برابره زيات سي. يعني له اوسني مياشتني ۴۰۰۰ ټنو تر ۲۵ زرو او حتا ۴۰ زرو ټنو پوري لوړ شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل