1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«فرخندې قرآن کریم نه دی سوځولی»

حسین سیرت ۱۳۹۴ فروردین ۱۳, پنجشنبه

د فرخندې د وژنې حقیقت موندنې کمېسیون څیړنې ښيي چې د نوموړې میرمن له لوري د قرآن کریم د سوځولو ادعا بې اساسه وه او په وینا یې د دغسې ادعا د ثبوت له پاه هیڅ اسناد وجود نه لري.

https://p.dw.com/p/1F1va
انځور: DW

فرخنده د نوي لمریز کال تر پیل څخه یوه ورځ دمخه د کابل په شاه دوشمشیره کې د قرآن کریم د سوځولو په تور ووژل شوه. د هغې د وژنې د حقیقت موندنې کمېسیون څیړنۍ ښيي چې فرخندې زیارت کوونکي په ځانگړې توگه ښځې دغه زیارت ته د تللو، سجده کولو، د جنډو د ښکلولو او تعویذونو د اخیستلو څخه منع کړي دي. زیاته شوې ده چې د هغې دغه کار د تعویذ لیکونکو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

د فرخندې وژنې د هیواد دننه او دباندې تند غبرگون راوپاروه، په کابل کې په سلگونو کسان سړکونو ته راووتل، لاریونونه یې وکړل او د عدالت غوښتنه یې وکړه. په اروپایي هیوادونو، امریکا، کاناډا او آسترالیا کې هم افغانانو لاریونونه وکړل او پر دې یې ټینگار وکړ چې د فرخندې د قتل عاملینو ته باید د افغانستان د قوانینو له مخې جزا ورکړل شي.

د حقیقت موندنې د کمېسیون مشر مولوي محي الدین بلوچ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «د فرخندې له لوري د قرآن کریم د سوځولو ادعا بې اساسه وه او د دغې ادعا د ثبوت له پاره هیڅ شواهد نه شته.»

د کمېسیون څیړنې ښيي چې دغې ماجرا په ټوله کې ۲۵ دقیقې وخت ونیو. د کمېسیون د څیړنو له مخې فرخنده قاري د قران وه. د کمېسیون په وینا د دغه قتل زیاتره عاملین بې سواده وو.

د بهرنیو لاسونو ردیدل

په وروستیو ورځو کې یو شمیر ملایانو ادعا کړې وه چې داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي فرخندې د یو شمیر بهرنیو سفارتونو په تحریک د قرآن کریم په سوځولو لاس پورې کړی دی. خو د حقیقت موندنې کمېسیون وویل چې هغوی پراخې څیړنې کړي دي او په دې برخه کې هیڅ اسناد وجود نه لري.

د نوموړې کمېسیون د غړو د څرگندونو له مخې، آن تعویذ لیکونکو او د فرخندې د قتل عاملینو هم ویلي دي چې هغوی د قرآن کریم د سوځولو په هکله اسناد نه لري او یوازې د فرخندې پر وړاندې چې کوم تور وو، د هغې په دلیل دغه وژنه تر سره شوې ده.

د دغه کمېسیون یوې غړې فوزیه کوفي وویل: «د کمېسیون په اختیار کې هیڅ رنگه اسناد او شواهد نه دي ورکړل شوي چې وښيي دغه پیښه د یوه کس او یا کومې داخلي یا بهرنۍ ډلې په تحریک شوې ده.»

د مجازاتو غوښتنه

د حقیقت موندنې کمېسیون له دیني علماوو او مدني ټولنې څخه وغوښتل چې مسوولانه چلن وکړي او د هغو نظرونو له څرگندولو څخه چې د عامه افکارو د تخریش سبب گرځي ډډه وکړي. ښاغلي بلوچ له عدلي او قضایي نهادونو څخه وغوښتل چې دغه قضیه په جدي توگه بر رسي کړي: «د هیواد عدلي او قضایي ارگانونه مکلف دي چې د عدالت په تطبیقولو سره له یوه لوري د مرحومې د کورنۍ حق ادا کړي او له بل پلوه د دغه قضیې د عواملو په محاکمې سره، د افغانستان مسلمان ملت ته ځواب ووايي چې په انديښنې سره دغه قضیې تعقیبوي.»

د حقیقت موندنې د کمېسیون د تحقیقاتو پر اساس، پولیسو په لومړنیو شیبو کې ښه عمل کړی او محل ته یې د خلکو د ورننوتو مخنیوی کړی دی خو ولې د برید کوونکو د شمیر د زیاتیدو وروسته، پر دې نه دي توانیدلي چې په سمه توگه خپله دنده ادا کړي. د نوموړې رپوټ له مخې د فرخندې قضیې وښووله چې د افغانستان پولیس تر کومه اندازه د خپلو قانوني صلاحیتونو په اجرا کې کمزوري دي.

له بل پلوه کمېسیون ویلي دي چې د دغه قضیې یوولس تنه اوس هم فراریان دي چې حکومت باید هغوی د قانون منگولو ته وسپاري. په عین حال کې د افغانستان حکومت د شاه دوشمشیره زیارت ته څیرمه سړک په رسمي توگه د فرخندې په نوم نومولی دی.