1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حزب الله پوځي څانگه د اروپا په تور ليست کي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۳۱, دوشنبه

اروپايي ټولنې د حزب الله ډلې پوځي څانگه په خپل تور ليست کې شامله کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې پریکړې وروسته د لبنان د ثبات او په دغه هیواد کې د اروپايي میشتو سوله ساتو ځواکونو د امنیت په اړه اندیښنې ډيري شوې دي.

https://p.dw.com/p/19Bwa
انځور: Mahmoud Zayyat/AFP/Getty Images

د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پریکړه وکړه چې د حزب الله پوځي څانگه په سوریه کې د هغې د پوځي مداخلې له کبله د یوه ترهگر ارگان په توگه وپیژني. پر دې سربیره په اروپا کې د دغې ډلې فعالیتونه هم غندل شوي دي.

تر دې مخکې پر اروپايي ټولنې باندي د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو له خوا فشارونه موجود ول چې دغه ډله د یوه ترهگر سازمان په توگه وپيژني. خو په وروستیو وختونو کې په دې اړه د دوو لاملونو له کبله فشارونه زیات شول.

لومړۍ موضوع د سوریې په کړکیچ کې د حزب الله د جنگیالیو مداخله ده چې له کبله یې د سوریې پر پاڅونکوونکو باندي پوځي فشارونه ډیر شوي دي. ویل کیږي چې حزب الله د ولسمشر اسد له ځواکونو سره یوځای د سوریې د مخالفینو پر ضد جنگیږي. دویمه موضوع چې له کبله یې پر حزب الله باندې فشارونه زیات شوي دي په بلغاریا کې پر اسرائیلي سیلانیانو باندې د حزب الله له خوا برید دی. دغه برید تیر کال ترسره شوی وو.

د اروپايي ټولنې په تور ليست کې د حزب الله د پوځي څانگې د نوم د شاملیدو وړاندېز انگلستان کړی وو. دغه هیواد لا وختي د حزب الله پوځي څانگه د یوه ترهگر سازمان په توگه پیژندلې وه. فرانسې او هالند لا وختي پر حزب الله باندي بندیزونه لگولي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، د بروکسل د دوشنبې ورځې په غونډه کې وویل: «موږ په دې اړه کافي شواهد لرو چې ښيي د حزب الله پوځي څانگه په اروپا کې ترهگر فعالیتونه کوي. موږ باید دې موضوع ته ځواب ووایو.»

د ثبات په اړه اندیښنه

په دې اړه هم اندیښنې موجودې دي چې د ترهگر سازمان په توگه د حزب الله د پوځي څانگې نومول کیدای شي د لبنان امنیتي وضعیت ته تاوان ورسوي او په دې ترتیب سره د ملگرو ملتونو د سوله ساتې ماموریت په چوکات کې فعالو اروپایي پوځيانو ته تاوان ورسوي.

اوس چې د حزب الله پوځي څانگه د یوه ترهگر سازمان په توگه پیژندل شوې ده په دې اړه اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې د حزب الله د ډلې جوړښت ته په کتو سره کیدای شي د حزب الله د پوځي څانگې او د دغه سازمان د نورو څانگو ترمنځ تفکیک کول یو ستونزمن کار وي.

د حزب الله ډله په ۱۹۸۰ کلونو کې پر لبنان باندي د اسرائیلو تر برید وروسته رامنځ ته شوه. دغه ډله پوځي او سیاسي څانگې لري. ویل کیږي چې د حزب الله ډله د لبنان د پوځ په پرتله ډیره پیاوړې ده.