1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حريري په وژنه کې د تورنولپاره نړيواله محاکمه جوړيږي.

۱۳۸۶ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د امنيت شوراپه ډ يرلږ اکثريت سره دا پريکړه کړې چې د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري په وژنه کي د تورنو کسانود پوښتلو لپاره يوه نړيواله محاکمه جوړه سي.

https://p.dw.com/p/DKEF
انځور: AP
د غه پريکړه د لسو موافقو او پنځو مخالفو رايوپه ورکولوسره پرته لدې چې دامنيت شورا پنځه دايمي غړي لکه چين امريکا روسيه برتانيه او فرانسه ويټو کړي تصويب سوه.
رفيق حريري څه باندي د وه کاله مخکي په يوه زورزوه چاود نه کي د لبنان په پلازمېنه بيروت کې ووژل سو
د حريري په وژلوکي د سوريې استخباراتي اداره تورنه سوي.
د رفيق حريري د وژلو وروسته په لبنان کي د سختو احتجاجي مزاهرو او د نړيوالو فشارونو څخه سوريه دې ته اړه سوه چې په لبنان کې خپل شاوخوا د يرش کلن شتون ته د پای ټکی کښېږدي.