1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حامد کرزي بياټاکل کيدل او ځينې غبرګونونه

۱۳۸۸ آبان ۱۲, سه‌شنبه

په افغانستان کى له اوږده انتظاره وروسته د حامد کرزي د بياټاکل کيدوپه اړه د ټاکنوخپلواک کميسيون په پاى کى حامدکرزى د راتلونکوپنځوکلونولپاره د جمهور ريس په توګه اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/KMTN
دملګروملتوعمومي منشي بانکى مون او حامد کرزی
دملګروملتوعمومي منشي بانکى مون او حامد کرزیانځور: AP

د دغه کميسيون چارواکى وايي چى دغه کاريي د افغانستان د اساسي قانون د 156 او د ټاکنو قانون د 49 مادى د سپارښت سره سم کړي دي. په دغومادوکى قانون د ټاکنوخپلواک کميسيون داعلان شوي پريکړى صلاحيت ورکړى دي. د کميسيون په دى لړکى د ټاکنولغوه کول د امنيتي دلائلو د ژمى د يخنۍ، لوژستيکي ستونزواوهمدارانګه د زياتولګښتونو د مخنيوي په منظورکړي دي اوبله دا چى د يوکانديد لپاره ټاکنى چى په حقيقت کى بريالى بلل کيږي، د ټاکنو اهميت له منځه وړى. ځکه نود يوشميرحقوق پوهانواوسلاکارانوسره د مشورى نه وروسته دغه پريکړه صادره شوه، چى د زياتوپرګنود تاوده هرکلى سره مخامخ شوي ده.

داچى په همدى ورځ دملګروملتوعمومي منشي بانکى مون هم کابل ته راغي وواوحامدکرزي اوداکترعبدالله عبدالله اونوروافغاني چارواکوسره ئي نقش لوبولي وي. خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مرستيال ذکريا بارکزى بيا دا نه مني، اووايي چى دغه پريکړه ئى د بهرنى فشارنه پرته کړي ده.

خوکله چى دکابل پوهنتون دحقوقودپوهنځى استاداوحقوق پوه نصرالله ستانکزى نه پوښتنه وشوه چى د حامدکرزى نوى حکومت به دامريکى اونړيوالولپاره دمنلووړوي که څنګه وائي که چيرى کرزى وکولي شي يوه مسلکي اوکارپوهه کابينه جوړه کړي ،کولي شى چى نړيواله پاملرنه اوهمکاري راجلب کړي.

همداچى دجمهوررييس په توګه د حامدکرزي د بياټاکل کيدود خبروپه اوريدوسره په نړيواله کچه حامدکرزي ته مبارکۍ وويل شوي اودملاتړ ژمنى ورسره شوي. په داخلي کچه هم د بيلابيلوولاياتواوارګانونوڅخه د مبارکۍ پيغامونه کابل ته راورسيدل. په تيره بيا د دغه خبرخپريدونه دوه ساعته وروسته د بغلان اوپکتياپه ولاياتوکى غونډه جوړى شوي اود ټاکنود خپلواک کميسيون د دى پريکړى هرکلى ئى وکړ.

د يادونى وړده چى د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دى پرکړى مخالفين هم شته دى په تيره بيا د حامدکرزى سترسيال داکترعبدالله عبدالله اودهغى پلويان دى تردى دمه خپله داکترعبدالله کوم نظرنه دى څرګند کړى. خود ده کلک ملاتړى د بلخ والي استادعطامحمد نورپه لومړى غبرګون کى دټاکنودخپلواک کميسيون دغه پريکړه نه ده منلى اوپه راتلونکى کى د دموکراتيکوحقوقود تامين لپاره د مبارزى خبره کړى ده. خووروسته به څرګنده شي چى دغه پريکړه دکومو ناننديزوستونزواولانجوسره مخامخ کيږي.

جمال کوټوال

کتونکی: يحيی وردک