1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جې اته غونډې پر څه باندې بحث وکړ؟

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د G-8 د پر مخ تللو صنعتي هیوادونو مشران د شنبې په ورځ د کار د لا ډیرو زمینو د رامنځ ته کولو، اقتصادي ودې او په یورو زون کې د یونان د پاتې کیدو پر موضوعګانو باندې خبرې اترې وکړې. اوباما د دې غونډې کوربه وو.

https://p.dw.com/p/14ywW
انځور: picture-alliance/dpa

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پاې کې وویل چې ټولو مشرانو دا خبره منلې ده چې اقتصادي وده او د کار د زمینو د رامنځ ته کول به د دوی په لومړیتوبونو کې وي. بارک اوباما په کمپ دیوید کې پخپلو خبرو کې وویل چې یو با ثباته او مخ پر ودې اروپایي اقتصاد د متحده ایالاتو په شمول د هر چا په گټه دئ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چې د نړۍ د صنعتي هیوادونو ټول مشران پر دې باندې موافق دي چې د یورو او د نړیوال اقتصاد بحران په گډه سره حل کړي:

«موږ ټول مکلف یو چې له اقتصادي وده او ثبات سره اوږه په اوږه پر مخ ولاړ شو. هر یو په خپلو کورنیو لگښتونو کې سپما په پام کې ونیسي او هغه سوکالې ته ورسیږو چې زموږ ولسونه ئې له موږ څخه انتظار لري.»

په کمپ دیوید کې راټول شوو مشرانو ویلي دي: « موږ ژمن یو چې لازم گامونه واخلو تر څو خپل اقتصاد ټینگ کړو او خوځښت راولو او د مالي رکود پر ضد مبارزه وکړو. البته د دې خبرې په منلو سره چې هر هیواد د خپل اقتصاد د رغولو له پاره خپل ځانگړي گامونه واخلي.»

پر دې سربیره د پرمختللو اتو صنعتي هيوادونو سرمشریيزه پر دې هم توافق ته رسېدلې ده چي غړي هيوادونه به هم د اقتصاد د پرمختگ له پاره کار کوي او هم به د بودجو د کسر د ټيټولو هڅي کوي.

د المان لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل په سرمشریيزه کې وويل چې د اروپايي ټولنې تر سرمشريزي پورې به غړي اروپايي هيوادونه د اقتصادي ودې له پاره بېلي لاري وپلټي.

د اروپايي ټولنې دغه سرمشريزه د جون په مياشت کې پلان شوې ده. د جي اته په سرمشريزه کي پر دې خبره هم توافق موجود وو چې له اقتصادي بحران سره مخامخ يونان دې د يورو په زون کې پاتې سي خو په دې شرط که د اقتصادي ريفورم په برخه کې خپلې ژمني پوره کړي.

د دې تر څنگ د افريقا د سترې وچې له پاره د غذايي پروگرام پر سر هم توافق سوی دئ. د متحده ايالتونو تر څنگ المان، فرانسه، بريتانيه، ایټاليه، کانادا، جاپان او روسيه د جي اته غړيتوب لري.

د دغې سرمشرییزي یو مهم پیغام دا هم وو چې د یورو د زون بحران د یورو پولي واحد د ۱۷ هیوادونو د بلاک د ضعیفه کولو سربیره پر متحده ایالاتو هم اغیز لرلی شي.

دغه راز د اوباما د وینا له مخې د نړۍ مشران د ایران پر موضوع باندې هم سره هم نظره دي چې په دغه هیواد باندې باید نړیوال فشارونه زیات شي چې د اتومي شخړې په موضوع کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته سر ټیټ کړي.

د اوباما په وینا د سوریې په موضوع کې هم د جې اته په سرمشرییزه کې مشران پر دې هم نظره دي چې د سوریې د حکومت او د هغه د مخالفینو تر منځ پر ډیالوگ باندې ټینگار وشي.

«موږ ټول سره هم نظره یو او هیله لرو چې زموږ په وروستی اعلامیه کې هم پرې ټینگار وشي چې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي د سولې پلان عملي بڼه غوره کړي. په سوريې کې سیاسي پروسه پر مخ ولاړه شي او هغه هم ډیر ژر.»

د روسیې صدراعظم دیمترې میدویدیف چې په دې غونډه کې ئې د ولسمشر پوتین په استازيتوب گډون کړی وو ښایي په دې هکله له اوباما سره هم نظره وي، البته په دې شرط چې د اسد د رژیم پر ضد کوم ضرب العجل و نه ټاکل شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش