1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جگړې د قربانيانو کورنۍ څه وايي

حسين سيرت۱۳۹۳ مرداد ۲۰, دوشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په نوي رپوټ کي راغلي دي چي په افغانستان کي د ڼاتو او امريکا په جنگ کي د هغو په زرونو افغانانو په حق کي عدالت سوی نه دی، چي د کورنۍ يو يا څو غړي يې وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Cscf
انځور: DW/H. Sirat

هغه کورنۍ چي د ناټو او امریکايي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو يرغلونو کي يې له خپل غړي له لاسه ورکړي دي په سادگۍ سره سړی کولای سي حتی په کابل کي پيدا کړي.

لاجور هغه سپين سرې ښځه ده چي د هلمند ولايت په سنگين ولسوالي کي يې د کورنۍ پنځه تنه غړي د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي له لاسه ورکړي دي. د هغې د بمبار نېټه دقيقه په ياد نه ده، خو وايي چي دغه پيښه درې کاله دمخه سوې ده.

دغه زړه ښځه چي لاسونه يې ريږدي او لکړه لگوي د کابل په قمبر چهاراهي کي يې خپل ويرانه کور چي پکښي اوسيږي د دويچه ويله خبريال ته ورښيي.

لاجور چي ستونی يې له ژړا ډک ډک کېدی وويل: «پنځه تنه مو شهيدان سول، مږور مي شهيده سوه، لمسی مي شهيد سو، زوی مي شهيد سو ټول شهيدان سول. زه د خپلي لور کور ته تللې وم، کله چي راغلم کور مو نه وو، ټول چپه سوی وو، د خدای هيڅ هم پکښي پاته نه ول.»

لاجور چي ناروغه ده هيڅوک نه لري چي په دغه زړښت کي يې په درد وخوري. هغه د کابل په قمبر چهاراهي کي د لور په کور کي ژوند کوي.

دغه زړه ښځه د هغو ورځو خبري کوي چي د سنگين ولسوالۍ په يوه کلي کي يې څه ډول ژوند لاره: «هم مو غوا لرله، هم مو پسونه لرل هر څه پرېمانه ول خو ټول وسوځول سول دود سول او پخپل کار پسي ولاړل.»

د سنگين ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالعلي وايي چي يوه ورځ ماسپښين د طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ جنگ ډېر تند سو او کله چي بهرنيانو دغه سيمه بمبار کړه څلور زامن يې ووژل سول. هغه وايي تراوسه پوري پر ده باندي هيچا پوښتنه کړې نه ده او تر اوسه په دې اړه څوک مجازات سوي نه دي.

هغه د خپلو وژل سوو زامنو او لمسيانو عکسونه دويچه ويلي ته وښودل: «يو دويي هم چا راکړی نه دی. هغه حکومت دی او هغه هم خارجيان دوی دې پر موږ اسبات کړي چي يو دويي يې راکړی دئ. دغه مي د زامنو او لمسيانو عکسونه دي.»

«پنځه زامن مي شهيدان سوي دي»
«پنځه زامن مي شهيدان سوي دي»انځور: DW/H. Sirat

د بخښني نړيوال سازمان رپوټ

د افغانستان په جگړه کي د ولسي وگړو د مرگ ژوبلي په هکله د بخښني نړيوال سازمان دغه نوی رپوټ نن (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۱مه) په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خپور سو. د آسيا له پاره د بخښني د نړيوال سازمان مدير ريچارد بينيت، په يوه وينا کې وويل: «له پوځي مداخلې راهيسي په زرونو افغانان د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو له خوا وژل سوي او يا هم ټپيان سوي دي.»

په رپوټ کې د افغانستان د ولسي وگړو د غير قانوني وژلو د پيښو په تحقيق او تعقيب کې له نه شفافيت څخه هم خبري سوي دي. د بخښني نړيوال سازمان وويل چې د افغان قرباينانو او د هغوی د کورنيو له پاره د عدالت د خوندي ساتني په لار کي ستر خڼد «د متحده ايالاتو د پوځ په قضايي سيستم کې تشکليلاتي نيمگړتيا ده چي د ملکي وگړو پر ضد د جنايي جرايمو د تعقيب مخنيوی کوي.»

په کابل کي د امريکا سفارت غبرگون

له بلي خوا بيا په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو سفارت ويلي دي چي په وروستيو درو کلونو کي د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي لږوالی راغلی دی او د مرگ ژوبلو ډيري پيښي پلټل سوي دي.

د امریکا سفير جيمز کننگهم په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د بخښني نړيوال سازمان بايد ټول اړخونه په پام کي ونيسي. هغه په کابل کي د يکشنبې ورځي پيښي ته چي ۴ تنه ملکيا پکښې ووژل سول او تر ۳۰ زيات ټپيان سول وويل چي د ملکي وگړو ډيره مرگ ژوبله د طالبانو په بريدونو کي رامنځ ته کيږي.