1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جگړې د سیاست پر ضد د ایستر، لاریونونه

۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبه

د عنعنوي ایستر مارشونو سره د سولې غورځنگ سږ کال هم د جگړې، زور زیاتیو او اتومي گواښونو پر ضد احتجاج وکړ.

https://p.dw.com/p/14ZJz
انځور: picture alliance/dpa

ايستر د مسيحيانو یوه مذهبي ورځ ده چې له صلیب څخه وروسته د حضرت عيسی د بېرته را ژوندي کيدو په مناسبت یا د عیدالقیام د ورځې په نوم هم لمانځل کيږي. خو د عيدالقيام دغه مسيحي ورځي په المان کي د جگړې ضد ټولنو له خوا په نړۍ کي د سولې او عدالت لپاره په غونډو او لاريونونو هم لمانځل کيږي. افغانستان هم د سږني لاريونونو مهمه موضوع وه.

په سږني ايستر کي هم د المان په بیلا بيلو ښارونو کي د ايستر مارشونه يا لاريونونه تر سره سول. دغه لاريونونه که څه هم د ايستر د لاريونونو په نوم ياديږي خو موخه ئې ديني نه بلکه سياسي وي. دغه لاريونونه د يو شمېر سياسي ټولنو تر څنگ د بشري حقونو د فعالینو او د جگړې ضد ټولنو له خوا جوړيږي.

د روان مېلادي کال د ايستر د لاريونونو مهمه موضوع د جگړې غندنه او په نړۍ کي د سولي د ټینگښت له پاره د لاريون کوونکو غوښتنې وې. د لاريونونو په زياته بيا، مهمه موضوع د ممکنه جگړو په ترڅ کي د اتومي وسلو گواښ وو. که څه هم چي دغه لاريونونه د جمعې په ورځ لا پېل سوي ول خو د شنبې په ورځ تر ټولو ستر لاريونونه تر سره شول.

د المان په بون ښار کي د سولي يوې ټولنې ويلي دي چي دغه کال په ټول المان کي څه باندي ۸۰ لاريونونه او فعاليتونه پلان سوي دي. د نوموړې ټولنې په وينا نه يوازي په سترو ښارونو لکه برلين، فرانکفورت، ماين، کېمنېتڅ، آوسبورگ، برېمن او ميونشن کي لوی لاريونونه جوړيږي بلکه د المان په هغو ښارونو کي هم مظاهرې پلان سوي دي چيري چي لوی پوځي مقرونه او يا اتومي بټۍ دي لکه رامشتاين، يوليش او گروناو.

په المان کي د سولې غوښتونکو ټولنو دغه کال په ځانگړې توگه د افغانستان د جگړې او د ايران پر وړاندي د ممکنه جگړې موضوع راپورته کړې ده. د دې تر څنگ د سوريې کړکېچ هم يوه مهمه موضوع ده.

د جگړې ضد دغه ټولنې د الماني سياستوالو څخه په سملاسي توگه د افغانستان څخه د سرتیرو د راايستلو غوښتنه کوي. د دې تر څنگ دغه ټولنې پر وسلو جوړونکو شرکتونو د بنديزونو، د وسلو په صادرولو بنديز او د اتومي بټيو د تړلو غوښتنې کوي.

خو د تيرو کلنو په پرتله دغه کال د ايستر په لاريونونو کي هومره شمېر انسانانو گډون نه دئ کړی لکه چي اټکل ئې کېده. د بېلگي په توگه د المان په کېمنېتڅ ښار کي د جمعې په ورځ د ايستر لاريون تر سره سو چي پکښي تر ۲۰۰ څخه کمو انسانانو گډون کړی وو. حال دا چي تېر کال په همدغه لاريون کي چې په نوموړي ښار کي تر سره سوی وو په لسگونو زرو انسانانو گډون کړی وو.

په المان کي د ايستر لومړی لاريون په ۱۹۶۰م کال کي تر سره سو چي اصلي ريښې ئې د اتومي وسلو پر ضد غورځنگ کي ليدل کيږي.

د سړې جگړې پر وخت د اتومي سيالۍ پر ضد هم د ايستر لاريونونه را ايستل کېدل. د ۱۹۶۸ او ۱۹۸۳م کلونو په موده کي دغه لاريونونه پیاوړي او پکښي د گډون کوونکو شمېر په سلگونو زره وو. د ختيځ او لوېديځ المان د بېرته يو ځای کېدو وروسته د دغو لاريونونو په گډون والو کي کمښت راغلی دئ.

آژانسونه / احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض