1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جي ۷ په غونډه کي خبري اتري سختي وې»

۱۳۹۶ خرداد ۷, یکشنبه

د جي ۷ ډلې د سرمشريزې په پای کې د آلمان صدراعظمې خپله د زړه خبره وکړه، ويې ويل چې د پاريس د اقليمي تړون په هکله خبرې اترې «هيڅ د رضايت» وړ نه وې.

https://p.dw.com/p/2dhjz
G7-Gipfel in Sizilien - US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappe

د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو په ډله کې غير د امريکا د متحده آيالاتو څخه نورو ټولو په دې ټينګار وکړ چې په پاريس کې شوې ژمنې بايد عملي شي. د مېرکل په خبره هيچا نه غوښتل چې له خپل موقفه څخه تېر شي او دا چې خبرې اترې ډېرې ستونزمنې وې.

د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، اوس په دې ترڅ کې اعلان کړی دی چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې په دې تصميم نيسي چې آيا د امريکا متحده آيالات به اقليمي تړون ته وفاداره پاته شي، که نه. د آلمان صدراعظمې وويل چې د دې نخښې نښانې يې نه ونه ليدلې چې آيا هو که نه به يې جواب وي. دغسې ورته څرګندونې د سرمشريزې کوربه پاولو جېنيلوني هم وکړې.

د ټولو حکومتي مشرانو له خوا شوې هڅه څو ترمپ قانع کړي، بې فايده وه. د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، دې ته اشاره کړې وه چې حتی چين د پاريس په اقليمي تړون کې برخه اخيستې ده. خو ترمپ بيا هم له خپل نظر څخه وانه وښت.

د تجارت په برخه کې سختې خبرې اترې

له هغې لفظي حملې وروسته چې دونالد ترمپ د ايټاليې له سرمشريزې مخکې د آلمان د موټرو د صنعت پر ضد کړې وه، داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې د جي اووه ډله کېدای شي د تجارت او سوداګرۍ په برخه کې سره وپاشل شي. خو د آلمان د صدراعظمې په وينا له «ډېرو سختو خبرو اترو وروسته» يو حد اقل توافق تر لاسه شو.

د جي اووه په ګډه بيانيه کې پروتکسيونيزم وغندل شو چې دا اصلا د ترمپ له علايقو سره سمون نه خوري. ترمپ له دې مخکې ګواښ کړی وو چې د سوداګرۍ له نړيوالو ارتباطاتي سازمانونو څخه دی غواړي چې فاصله ونيسي.

نور شپږ حکومتي مشران په دې بريالي شول چې د سوادګرۍ يوه څو اړخيز سيستم ته د ترمپ ژمنه تر لاسه کړي. انګلا مېرکل دا وويل چې «بازارونه بايد پرانيستي وي» او دا چې «د غير منصفانه تجارتي مېتودونو سره بايد جدي مبارزه وشي.» دغه خبره مثلا له چين څخه د فولادي محصولاتو د دمپينګ يا ډېر ارزانه خرڅلاو په وړاندې شوې ده.

د ولسمشر ترمپ يوه غوښتنه دا وه چې د جي اووه ډلې له خوا دې د شمالي کوريا د اتومي وسلو د پلانونو په وړاندې پر سخت دريځ ټينګار وشي. اروپايانو بيا غوښتل چې دا خبره دې هم ذکر شي چې روسيه دې د اوکراين په کړکېچ کې وغندل شي.

له سرمشريزې مخکې دغه آوازه خپره شوې وه چې ترمپ ښايي پر روسيې باندې لګېدلي بنديزونه لرې کړي. خو په پای کې دا خبره هيڅ مطرح نه شوه. اوس د جي اووه سازمان حتی د متقابلو تدابيرو د پورته کولو ګواښ کوي که روسيه له دې وروسته هم د اوکراين په هکله د مينسک له تړون څخه سترګې پټې کړي.

د سرمشريزې کوربه، پاولو جېنتيلوني له واشنګټن څخه د راغلي مېلمه په وړاندې يو لفظي ګوزار هم وکړ، ويې ويل: «د امريکا متحده آيالاتو ترمپ انتخاب کړی دی، اوس بايد موږ ورسره وړ چلن وکړو.»

د هغه مايوسي کېدای شي په دې پورې تعلق ولري چې ايټالويانو د مهاجرو او کډوالو په هکله يوه اوږده بيانيه چمتو کړې وه. خو امريکايانو يې له اول سر څخه مخه ونيوله. يوازې يو څو جملې چې د آلمان صدراعظمه يې «معقولې» بولي، پاته دي. يعنې دا چې «مهاجر له بشري حقونو څخه برخورداره دي، خو دا چې په ورته وخت کې بايد موږ (يعنې د جي اووه هېوادونه) خپل سرحدات هم وساتو.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):