1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي شل غونډه د لاريونونو سره مل پيل سوه

۱۳۸۹ آبان ۲۰, پنجشنبه

په سيول کي د جي شل د غونډي پيل د څه ناڅه 2500 تنو له لاريونونو سره ملګری وو. دغه لاريون کوونکي، محصلين، د صنفي اتحاديو او د نورو سازمانونو غړي ول چي د نړيوال کولو پر سياست يې نيوکه کولې.

https://p.dw.com/p/Q6Fh
انځور: DW

د فرانسپرس د آژانس په حواله په دغو لاريونو کي چي د غونډي د جوړلو په سيمه کي سوي وو، يوې ديرش کلني ميرمني پر خپل ځان سوځيدونکي مايع تويي کړل او غوښتل يي چي ځانته اور واچوي، خو پوليسو يې پر وخت مخه ونيوله.

د دې ښځي د ځان وژني لامل نه دی معلوم. په ټوله سهيلي کوريا کي 50 زرو تنو پوليسو امنيت نيولی دی.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوبا او د المان لومړي وزيري انګيلا ميرکل د تجارت او مالي سياست په برخوکي پر مخالفتونو سربيره د دواړو هيوادونو د همکاريو پخلي وکړ.

په جنوبي کوريا کي د جې شل د سرمشريزي په ترځ کي د انګيلا ميرکل سره تر خبرو اترو وروسته اوباما وويل، دا مهمه ده چي موږ خپلي ستونزي په شريکه سره هواري کړو.

ميرکل دا هم روښانه کړه چي د جي شل سر مشريزه دا پيغام ورکوي چي نړۍ والي ودي ته بايد يو نوی خوزځښت ورکړل سي.

ددې تر مخه په سيول کي د المان لومړي وزيري انګيلا ميرکل اقتصادي استازو ته په وينا کي د امريکا د متحده ايالتونو هغه غوښتنه رد کړه چي په کښي ويل سوي چي په زياتو صادراتو لرونکو هيوادونو کي د صادراتو کچه محدوده کړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د آلمان له لومړي وزيري انګيلا ميرکيل سره په خبرو کي وويل چي آلمان او د امريکا متحد ايالتونه په ډيرو برخو کي نژدې متحدين دي.

اوباما زياته کړه چي له مېرمن ميرکيل سره به د افغانستان او هم د اقتصادي مسألو په اړه وږغيږي. اوباما ډاډ څرګند کړی چي له ميرکيل سره به د انډوليزي او اوږد مهالي ودي په باب ګډه ژبه پيدا کړي.

د دغي غونډي يوه لوړ پوړی مېلمه يوه په زړه پوري خبره کړيده: د برتانيې لومړي وزير ديويد کامرون، سهيلي کوريا ته له سفر مخکي وويل: « نور په سرمشريزه کي د ګډون او يا د نړيوال اقتصاد په اړه د خبرو لپاره سهيلي کوريا ته ځي، خو زه د دي لپاره ځم چي يوه شپه آرام خوب وکړم.» ديويد کامرون سږ کال د يوه ماشوم خاوند سو.

د جي شل غونډه د جمعي په ورځ پاي ته رسيږي.

آژانسونه/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل