1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جو کوکس پر وژونکي حقوقي دعوا وشوه

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ خرداد ۲۹, شنبه

هغه سړی چې په بريتانيا کې يې د ليبر ګوند استازې، جو کوکس، وژلې ده، د قتل په تور تورن شوی دی. د متحده آيالاتو ولسمشر د کوکس کورنۍ ته تسليت ويلی دی.

https://p.dw.com/p/1J98t
Britische Polizei untersucht das Haus von Tommy Mair
انځور: picture-alliance/epa/J. Super

د توماس ماير په نوم ۵۲ کلن بريدکوونکی له پېښې وروسته د انګلستان په شمال په بيرستال ښار کې ونيول شو. نوموړي پر ۴۲ کلنې سياستوالې جو کوکس باندې دزې وکړې او بيا يې د چاقو بريد هم ورباندې وکړ.

د ماښام په موده کې دی په رسمي ډول په قتل تورن شو. پلټونکو د ده کور د شواهدو په لټه کې وپلاټه. بريدکوونکی قاتل به د شنبې ورځې په ترڅ کې د قاضي په وړاندې حاضر شي.

ښي اړخي تمايلات

د پوليسو د لومړنيو پلټنو له مخې ماير يوازې او په خپل سر دغه بريد تر سره کړی دی. خو جو کوکس يې په هدفمن ډول په نخښه کړې ده. دا مهال له ښي اړخو سره د بريدکوونکي تړاو څېړل کيږي او همداراز د ده د رواني حالت په هکله هم تحقيقات جريان لري.

د بي بي سي چېنل خبر ورکړی دی چې د شکمن بريدکوونکي په کور کې د نازيانو سمبولونه موندل شوي دي. له دې مخکې رسنيو دا هم ويلي ول چې هغه په متحده آيالاتو کې له نازيانو او په جنوبي افريقا کې له نژاد پرستانو سره اړيکي لرلې دي. واشنګټن پوست ورځپاڼه دا هم ليکي چې مشکوک قاتل چې ډېر وخت يې د باغوان په توګه کار کړی دی، په متحده آيالاتو کې د «ملي ټلوالې» په نوم د يوې ډلې ملاتړکوونکی پاته شوی دی.

د اوباما زنګلکه څنګه چې سپينه ماڼۍ خبر ورکوي، د متحده آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما د وژل شوې بريتانوۍ سياستوالې کونډ، برېندن کوکس، ته د «آير فورس وان» په نوم له ولسمشريزې الوتکې څخه د الوتنې پر مهال، زنګ وهلی دی. اوباما ده او د هغه درې او پنځه کلنو ماشومانو ته د خواخوږۍ او تسليت خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «اوباما وويل چې نړۍ د جو کوکس د ځان هېروونکو او ځان ځاروونکو هلو ځلو له کبله لږه ښه شوې ده او دا چې د دغسې یوه کرکجن او د نفرت وړ جنايت له پاره هيڅ توجيه نه شته چې د يوې کورنۍ مور او د ټولنې يوه اخلاصمنه سياستواله يې اخيستې ده.» د بريتانيې صدراعظم، ډيويډ کامرون هم په بيرستال کې د وير کوونکو په منځ کې د ګلانو د ګېډيو او په لاس ليکل شوو کارتونو په واسطه وژل شوې جو کوکس ووياړله.

د برېکسيټ په سر ناندرۍ

وژل شوې سياستوالې جو کوکس په اروپايي ټولنه کې د بريتانيې د پاته کېدلو په پلويتوب هلې ځلې کولې. دا لا څرګنده نه ده چې آيا دغه کار د قتل انګېزه هم اوسېدلې وي. خو عيني شاهدان وايي چې قاتل د «بريتانيا لومړيتوب لري» نارې وهلې دي.

دا د يوه ښي اړخي نوي ګوند نوم دی چې د اروپايي ټولنې پر ضد دی. په اروپايي ټولنه کې د لويې بريتانيې د پاته کېدلو يا له هغې څخه د وتلو په سر ولس پوښتنه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۳مه) تر سره شي.

ولسمشر باراک اوباما
ولسمشر باراک اوباماانځور: picture-alliance/Photoshot