1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «جهاديستانو» د سفر مخنيوی بايد وسي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۱۵, چهارشنبه

آلمان پتېيلې ده چې د هغو کسانو چې په اصطلاح ځانونه د «خدايي جنگیالي» بولي، له دغه هيواده د سفر کولو مخه ونیسي. ويل کيږي چې حتی که یو څوک تر آلمان دباندي په یوه «تروریستي کمپ» کې د روزني په نیت سفر کوي، باید سزا وویني.

https://p.dw.com/p/1EVLm
انځور: picture-alliance/dpa

له دغه نوي مسوده شوي قانون سره چې د عدليې وزیر هایکو ماس له خوا وړاندي شوی دی، آلمان غواړي چې د سوريې او عراق په شان جگړو سیمو ته د افراطي اسلامپالو د سفرونو مخه ونیسي. د فرانس پرس خبري آژانس د رپو ټ له مخې په دغه مسوده کې راغلي دي چې په راتلونکې کې هغه څوک چې «د یو دولت پر ضد د یو سخت جرم په مقصد دباندي سفر کوي»، هغه به تر جنايي تعقیب لاندي ونیول شي.

د مسودې له مخې د قانوني تعقیب او سزا له پاره دا کفایت کوي چی یو څوک تر هيواد دباندي یو تروریستي هدف له پاره یوازي د سفر نیت وکړي.

د داسي یو قصد او نیت سخته جزا، که چیري جرم غټ وي، له شپږو میاشتو نیولې تر لس کلونو پوري او که چیري جرم لږ وي، له درو میاشتو نیولې تر پنځو کلونو قید ټاکل کیدای شي.

پر مسوده شوي قانون باندي نیوکي

په دغه نوي قانون سره د آلمان حکومت غواړي چې د «بهرنيو جنگالیو» پر ضد د ملگرو ملتو د تیر میلادي کال د سپتمبر میاشتي یوه پریکړه عملي کړي. له دغې پریکړي سره د نړي دولتونه مکلف شوي دي چې له خپلو اړوندو هیوادونو څخه د جگړو سیمو ته د بهرنیو جنگالیو د تگ مخه ونیسي.

په آلمان کې په دې اړه په ۲۰۰۹م کال کې د جزا قانون په چوکاټ کې ۸۹ الف پاراگراف تعدیل کړل شوو. د قانون په دغه پاراگراف کی تر اوسه پوري یوازي په یو تروریستي کمپ کې روزنه د سزا وړ گڼل کیده، نه د سفر کولو نیت او قصد.

د حکومت اپوزسیون پر دغي نوي مسودې باندې، ځکه نیوکه کوي چې کیدای شي، د سزا ورکولو له پاره یوازي مخکي تر مخه پلمه پیدا شی. اپوزسیون انديښنه لري چې یو څوک په داسي حال کې چې جرم يې نه وي کړی، یوازي د یو قصد او نیت په خاطر مجازات شي.

سر بیره پر دې د جنايي جرمونو کارپوهان وایي په محکمه کې ښايي ډيره سخته وي چې پر یو چا باندي د د تروریستي قصد او نیت تور ثابت کړل شي. خو داسی فکر کیږي چې د آلمان کابینه همدا نن چهار شنبه دغه قانون پرته له کوم بدلون څخه تصویب کړي.